کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا وايي، د دې لپاره چې د افغانستان خلک په سوله او اقتصادي ثبات کې ژوند وکړي او ښوونیزو برخو ته لاسرسی ولري، نو ډېرو هڅو ته اړتیا ده.
یوناما په یو لړ ټویټونو کې لیکلي چې روزا اوتونبایوا نن د سیمې هېوادونو له یو شمېر سفیرانو او استازو سره په کابل کې ولیدل.
نوموړې په افغانستان کې په مختلفو برخو کې د سیمې هېوادونو د رول پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه ناسته د همکاریو پیاوړتیا په موخه ترسره شوې وه.
هغې همداراز ویلي: «په سوله کې د ژوند کولو، اقتصادي ثبات او تعلیم ته د لاسرسي لپاره له افغانانو سره د مرستې برخه کې، د ټولو له خوا ډېرو هڅو ته اړتیا ده.»
سرچینې لیکلي چې مېرمن اوتونبایوا همدارنګه د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استول شوي استازي طارق بخیت سره هم لیدلي او دواړو د اقتصادي پرمختګ، کارموندنې، ټولګډونه حکومتولۍ، د ښځو ځواکمنولو او ثبات په تړاو خبرې اترې کړې دي.
Visits: 63
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن