ژبه

د ښاروالیو لوی ریاست منحل اعلان شو

کابل (پژواک، ۲۷ لړم ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د مشر د حکم له مخې، د ښاروالیو لوی ریاست منحل شوی دی.

د تېر حکومت په وخت کې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو ښاروالان خپلواک رییسان وو، خو د سیمه‌ییزو ارګانونو تر څارنې لاندې یې فعالیت کاوه.

اسلامي امارت په لومړيو کې د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره «د ښارواليو عمومي رياست» په نوم ونوموله.

خو د اسلامي امارت د مشر په نوي حکم کې راغلي، د ولايتونو او ولسوالیو ښاروالۍ دې د اړوندو ولايتونو تر اثر لاندې فعالیت ترسره کړي او له همدې امله د ښاروالیو لوی ریاست دې منحل شي.

login or register a new account.