ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج او اوقافو وزارت: د ټول هېواد امامانو او خطیبانو ته مو متحده خطبه ترتیب کړې ده

د حج او اوقافو وزارت: د ټول هېواد امامانو او خطیبانو ته مو متحده خطبه ترتیب کړې ده

author avatar
19 Nov 2022 - 18:08
د حج او اوقافو وزارت: د ټول هېواد امامانو او خطیبانو ته مو متحده خطبه ترتیب کړې ده
author avatar
19 Nov 2022 - 18:08

کابل (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د حج او اوقافو وزارت وايي، د ټول هېواد د امامانو او خطیبانو لپاره يې متحده خطبه ترتیب کړې او لازمه ده چې په ويلو سره يې د اتفاق او يووالي څرګندونه وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په خپل ټويټرپاڼې د اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې پر اسلامي امت د الله تعالی له لويو نعمتونو څخه یو نعمت دا دی چې ځیني داسې غوره او ځانګړي وختونه يې ورته ټاکلي چې په هغو کې د نېک عمل اجر ډېر زیات وي، د بندګانو ګناهونه بښل کېږي او لوړې درجې یې په برخه کېږي؛.یو له دغو غوره وختونو څخه د جمعې مبارکه ورځ ده چې الله تعالی د اسلامي امت لپاره ځانګړې کړې او د مسلمانانو لپاره د اونۍ اختر ګرځولی دی.

سرچينه زياتوي، الله تعالی په دې ورځ کې پر مسلمانانو د جمعې لمونځ فرض کړی او د جمعې خطبې اورېدل يې واجب کړي دي؛ د جمعې خطبه خپل آداب او مستحبات لري او له مستحباتو څخه یې یو د وخت امیر او حاکم ته د خیر او صلاح، پر شريعت د استقامت او پر دښمنانو د بري دعاء کول دي؛ د وخت سلطان او حاکم ته دعاء هغه څه دي چې د صحابه‌وو په زمانه کې به کېدله.

سرچينه کاږي، امام احمد بن حنبل او فُضیل بن عیاض او نورو ویلي، که چېرې زموږ یوازې یوه دعاء قبلیږي، نو موږ به یې عادل بادشاه ته وکړو؛ همدا راز د عثماني خلافت په دوران کې به په خطبو کې عثماني خلفاوو ته دعاء کېدله.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.