منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۲ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا له سریلانکا سره لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۳ کتنې

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې سبا خپله لومړۍ لوبه کوي.

دغه لوبه سبا (جمعه) د افغانستان په وخت ماسپښین یوه نیمه بجه پیلېږي.

د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دغو درېیو یو ورځنیو سیالیو لړۍ - چې سبا پیلېږي - د روانې نومبر میاشتې تر ۳۰مې دوام کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډله له سریلانکا سره دویمه لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۲۷مه او درېیمه بیا د همدې میاشتې په ۳۰مه کوي.

افغان کرکټ ملي لوبډله د دغو لوبو په موخه وړمه ورځ سریلانکا ته تللې ده.

دا لوبې د کرکټ نړۍوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو برخه ده چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال پنځوس اووریز نړۍوال جام سیالیو ته د لارموندنې په موخه کېږي.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډلې د ۲۰۲۳ نړۍوال جام لپاره په سوپرلیګ سیالیو کې تر اوسه ۱۲ لوبې کړې چې لس یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.

همدارنګه افغانستان اوسمهال په سوپرلیګ سیالیو کې د ۱۰۰ نومرو په لرلو د ۱۳ لوبډلو په منځ کې اووم ځای لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې