ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«افغانستان هره میاشت د الوتکو له حق‌العبوره ١٨٠ ميليون افغانۍ ترلاسه کوي»

«افغانستان هره میاشت د الوتکو له حق‌العبوره ١٨٠ ميليون افغانۍ ترلاسه کوي»

author avatar
28 Nov 2022 - 18:09
«افغانستان هره میاشت د الوتکو له حق‌العبوره ١٨٠ ميليون افغانۍ ترلاسه کوي»
author avatar
28 Nov 2022 - 18:09

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، په هرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد له فضا تر سلو پورې الوتکې تېرېږي چې له حق‌العبوره يې هره مياشت ١٨٠ ميليون افغانۍ عواید ترلاسه کېږي.

دغه څرګندونې په هغه ويډيو پيغام کې شوي چې نن د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر ټوېټر پاڼه خپور شوى دى.

سرچينه وايي، د متحده عربي اماراتو له ګاک کمپنۍ سره د هوایي ډګرونو له تړون وروسته، د هېواد له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

سرچینه وایي، د یادو تړونونو له عملي کېدو وروسته، اوسمهال د افغانستان له فضا څخه د تېرېدونکو الوتکو شمېر په هر ۲۴ ساعتونو کې تر سلو پورې رسېږي.

د سرچینې په وینا، د هېواد له فضا څخه د هرې تېرېدونکو الوتکې پر سر ۶۰ زره افغانۍ عواید، د حکومت خزانې ته تحویلېږي.

سرچینه زیاتوي، په میاشتني ډول د دغو عوایدو کچه شاوخوا ۱۸۰ میلیون افغانیو ته رسېږي.

 د سرچینې په حواله، په یادو تړونونو کې د ځمکنیو خدماتو په برخه کې الوتکو ته د مسافرو لېږد، د الوتکو دننه پاک کول او تخلیه کول، شامل دي.

د یادونې ده چې د روان ۱۴۰۱ لمریز کال د وږی میاشت په ۱۷ مه د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت او متحده عربي اماراتو د ګاک کمپنۍ ترمنځ «الوتکو ته د هوايي لارښوونې خدمتونو او انکشاف» تړون لاسلیک شو.

Views: 162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.