ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړۍوال سازمان: د کندهار په ولسوالیو کې خپل خدمتونه پراخوو

د روغتیا نړۍوال سازمان: د کندهار په ولسوالیو کې خپل خدمتونه پراخوو

author avatar
28 Nov 2022 - 18:04
د روغتیا نړۍوال سازمان: د کندهار په ولسوالیو کې خپل خدمتونه پراخوو
author avatar
28 Nov 2022 - 18:04

کندهار (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د روغتيا نړۍوال سازمان(WHO)  مشر وايي، د کندهار د ولسواليو په هغو سيمو کې خدمات پيلوي چې مخکې له روغتيايي خدمتونو بې‌برخې وې.

 د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) عمومي مشر ډاکټر لوډپینګ نن د دوشنبې په ورځ کندهار ته سفر کړى دى.

هغه په کندهار ولایت مقام کې د کندهار له والي محمدیوسف وفا او ځینو نورو مسوولینو سره په لیدنه کې دغه څرګندونې کړې دي.

د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي مسوول حاجي زید پژواک ته وویل، کندهار ته د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) عمومي مشر د سفر موخه د دغه سازمان د فعالیتونو ارزونه ده.

ده زیاته کړه، د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) عمومي مشر ډاکټر لوډپینګ ژمنه وکړه چې په روغتیايي برخه کې د اوسنیو روانو همکاریو ترڅنګ به، د ولسواليو په هغو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته پراختيا ورکړي چې مخکې له دغو خدمتونو بې برخې وو.

په ياده ليدنه کې د کندهار والي محمدیوسف وفا هم وويل چې اوسمهال په هېواد کې امنیت ټینګ دی او په هره سیمه کې خدماتو ته زمینه برابره ده.

هغه غوښتنه وکړه چې د روغتیا نړۍوال سازمان دې په کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون او عینو مېنې له ۳۵۰ بستریز روغتون سره د درملو او نورو تجهیزاتو په برخو کې مرسته وکړي.

که څه هم اوسمهال د کندهار ډېری ولسوالیو ته روغتیايي خدمات رسېدلي، خو بیا هم په لرو سيمو کې خلک د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.