ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې د جنګ‌ځپلو سیمو ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده

کندوز کې د جنګ‌ځپلو سیمو ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده

author avatar
3 Dec 2022 - 16:08
کندوز کې د جنګ‌ځپلو سیمو ۱۸ زره ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده
author avatar
3 Dec 2022 - 16:08

کندوز ښار (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): په کندوز کې د «کوار» موسسې مسوولین وایي، د زده‌کړې زمینې برابرولو په موخه، د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې ۵۱۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي دي چې ۱۸ زره ماشومان پکې زده‌کړې کوي.

د هغوی په وینا، دغه ټولګي په جنګ‌ځپلو او له دولتي ښوونځیو لرو سیمو کې جوړ شوي، خو دولتي نصاب پکې تدرسېږي.

په شمال‌ختیځ زون کې د کوار موسسې مسوول مجیب‌الرحمن سیرت پژواک خبري اژانس ته وویل، د یادو ټولګیو په جوړولو سره ۶۰۰ ښوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «کوار موسسه په کندوز ولایت کې ۵۱۰ ښوونیز ټولګي لري چې د یونیسف او المانیانو په ملاتړ مخې ته وړل کېږي؛ ۱۸ زره هغه ماشومان چې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري، په دغو مرکزونو کې ورته د زده‌کړې زمینه برابره شوې ده.»

سیرت وایي، دغه ټولګي د کندوز په مرکز او ولسوالیو کې جوړ شوي او هغو ماشومانو ته چې عامه ښوونځیو ته لاسرسی نه لري، په دغو ټولګیو کې د ښوونځیو ښوونیز نصاب ورته تدرسېږي.

په دغه حال کې، د کندوز ولایت اوسېدونکي او مدني فعالان وایي، بې‌وزلي او تنګلاسي د دې لامل شوی چې لاهم ډېر ماشومان په سړکونو کې ګدایي کوي او له زده‌کړې بې‌برخې پاتې دي.

د کندوز ولایت یوه اوسېدونکي مولادین اکبري وویل: «ډېری ماشومان هغه که په ښارونو کې دي او یا کلیو کې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې دي؛ ماشومان د بېوزلۍ او تنګلاسۍ له امله په سړکونو کې ګدايي کوي، ملي او نړۍوال بنسټونه باید کار وکړي څو له دغه حالته راووځو.»

یو مدني فعال خلیل کاروان وایي، حکومت تر اوسه په سمه توګه ماشومانو ته رسېدنه نه ده کړې او لاهم زرګونه ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.

هغه د یادو ستونزو لامل بې‌وزلي، ناداري او جنګ بولي.

نوموړي وویل: «ماشومانو لپاره باید ځانګړې کړنلاره جوړه شي څو هغوی ښوونځيو ته لاړ شي؛ که ماشومان پر سختو کارونو بوخت وي، د ټولنې د لا وروسته والي لامل کېږي.»

له بلې خوا، هغه ماشومان چې په سړکونو کې پر سختو کارونو بوخت دي وایي، لیواله دي چې ښوونځيو ته لاړ شي او د نورو ماشومان په څېر درس ووایی.

نعمت‌الله یو له دغو ماشومانو وایي: «پلار مې شهید شوی. زه بوتلونه راټولوم، زه هم غواړم چې ښوونځي ته لاړ شم او درس ووایم.»

۵۶ کلن فیض‌محمد چې ۱۲ کلن زوی يې له سهاره تر ماښامه د کندوز ښار په سړکونو کې پر سختو کارونو بوخت دی وايي، د ژوند درانه پېټي اړ کړی چې خپل زوی سختو او درنو کارونو کولو ته واستوي.

هغه له حکومت او خیریه بنسټونو څخه د مرستې غوښتنه کوي.

د کندوز د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي احمدشاه حقاني وایي، هڅه کوي د هغو ماشومانو لپاره چې ګدایي کوي او یا پر سختو کارونو بوخت دي، د زده‌کړې او حرفې زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د کار او ټولنیزو چارو ریاست تر دې وړاندې ویلي وو چې په دغه ولایت کې ۱۴ زره ماشومان پر سختو کارونو بوخت دي.

Visits: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.