منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۱۰ غ.م
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فراه کې د حرفه‌يي زده‌کړو له ۶میاشتنۍ دورې ۲۰۰ کسان فارغ شول

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۹ کتنې · تازه شوی

فراه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په فراه ولایت کې د ښځو په ګډون ۲۰۰ کسان د حرفه‌یي زده‌کړو له شپږ میاشتنۍ دورې فارغ شول.

د دغه ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي شیرمحمد حق‌طلب نن (د لېندۍ ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کسان پرون د «رازي» په نوم یوې موسسې له خوا له جوړ شوي شپږ میاشتنۍ حرفه‌يي زده‌کړو پروګرام څخه فارغ شول.

 ده وویل، سل ښځې له خیاطۍ او په همدې شمېر نارینه د سولر جوړونې او داسې نورو برخو څخه فارغ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: «د موسساتو دا ډول کړنې په اوسني وضعیت کې موثرې تمامېږي؛ ځکه خلک د کار له لارې خپلو کورنیو ته نفقه پيدا کوي.»

بلخوا، له یادو حرفه‌يي زده‌کړو پروګرام څخه یو شمېر فارغ شوي کسان هیله لري چې د نوې حرفې له لارې به ورځنی ژوند په ښه توګه پرمخ وړي.

د فراه ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکې شیما وايي: «څو کاله مخکې له دارالمعلمینه فارغ شوې یم، خو کار مې پيدا نشو کړای؛ اوس مې د رازي موسسې له خوا ښځو ته د خیاطۍ زده‌کړو شپږ میاشتنۍ دوره کې ګډون وکړ، ګوندې له دې لارې خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړم.»

نوموړې وايي، د خیاطۍ کارونه يې پخوا هم زده و، خو ډېر مهارت يې نه درلود.

هغې زیاته کړه چې د زده‌کړو په بهیر کې يې په ښار کې یوه کوټه په کرایه نیولې او هره میاشت له اته تر ۱۰زره افغانیو عاید ورته برابرېږي.

د شکريې په نوم یوه بله مېرمن هم د یادې موسسې له خیاطۍ برخې څخه فارغه شوې او وايي: «ما له پخوا په کور کې د خیاطۍ کارونه کول، خاوند مې ۹ کاله مخکې وفات شوی او خپله کورنۍ او څلور اولادونه له همدې لارې چلوم.»

هغه وايي، د خیاطۍ زده‌کړو په یاده دوره کې يې په دې موخه ګډون وکړ چې په خپل مسلک کې لا ډېره تکړه شي او له فارغېدو وروسته د رازي موسسې له خوا د خیاطۍ ماشین او نور اړین وسایل هم ورکړل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه