ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې يو قومي مشر وژل شوی

خوست کې يو قومي مشر وژل شوی

author avatar
8 Dec 2022 - 22:04
خوست کې يو قومي مشر وژل شوی
author avatar
8 Dec 2022 - 22:04

خوست ښار (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په خوست ولایت کې د ناپېژانده وسله‌و الو له خوا د بادشاه‌ګل په نوم یو قومي مشر وژل شوی دی.

د خوست امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز د پېښې په تاييد سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد قومي مشر نن سهار د تڼیو ولسوالۍ اړوند د حصار په سیمه کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې امنيتي ځواکونو په دې اړه جدي پلټنې پيل کړې، څو د پېښې عاملين ژر تر ژره پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

بلخوا، مخکنۍ ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي کمال ناصر اصولي په خپله فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې حاجي بادشاه‌ګل نن سهار کله چې له خپل کوره راوځي، د ولسوالۍ په ۵۰۰ مترۍ کې د تلاشۍ ځای ته نږدې وژل شوی دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.