خوست ښار (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو سرپرست وزير وايي، له ننني وخت سره سم د ټولو دولتي او غيردولتي پوهنتونونو د تدريس لپاره د يوه واحد نصاب پر جوړولو کار روان دی او ژر به پلی شي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزير مولوي نداءمحمد نديم دا څرګندونې نن (د لېندۍ ۲۱مه» خوست ته د خپل سفر پرمهال هغې ته غونډې ته وکړې چې د سوېلختيځ زون له علماوو، د پوهنتون استادانو او قومي مشرانو سره د مشورې په موخه رابلل شوې وه.
نديم د سوېلختيځ زون له ټولو علماوو، د پوهنتون له استادانو او قومي مشرانو وغوښتل چې له نظام سره همکاري او د خوندیتوب لپاره یې هڅې وکړي.
دی وايي: «کوشش دا په کار دی چې موږ او تاسې په دې ميدان کې د خپل نظام شاته په کلکه ودرېږو؛ د مسلمانانو امير مجبور دی چې د الله دين قاېم کړي، د الله تعالی خلیفه دی دلته په ځمکه کې، موږ او تاسې بايد ورسره کمک وکړو.»
نوموړي دغهراز غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل چې د هېواد د ټولو دولتي او غير دولتي پوهنتونو لپاره يې د یوه واحد پرمختللي نصاب پر جوړولو کار پيل کړی او ډېر ژر به په ټولو پوهنتونونو کې تدريس شي.
نديم زياتوي: «هغه پنځوس کاله، شپيته کاله مخکې چې کوم مضمون رواج و او اوس هيڅ کومه ګټه نه ترې اخيستل کېږي، هغه به لرې کړو. دا دنيا چې کوم پرمختګونه لري او لاستهراوړنې لري، هغه به په مضامينو کې ور داخل کړو چې زموږ محصل د دنيا محصلينو سره په يوه کتار کې راشي.»
سرپرست وزير همدا ډول وويل، دوی په دې هڅه کې دي چې د پوهنتون، مدرسې او ښوونځی ترمنځ واټن ختم کړي، د مدرسې د طالب او د ښوونځي زدهکوونکي ترمنځ ورورولي راشي.
هغه دا هم وويل چې د حکومت د مشرانو له خوا اوس پر دې هم کار پيل شوی چې په مدرسو کې د ديني علومو ترڅنګ د عصري علومو تدريس لړۍ هم پيل کړي.
هغه زياته کړه: «موږ غواړو چې د پوهنتون، مدرسې او مکتب ترمنځ فاصله له منځه يوسو. د پوهنتون استاد راشي د مدرسې طالبانو ته عصري علوم تدريس کړي او د مدرسې استاد راشي د پوهنتون محصلينو او د مکتب شاګردانو ته تدريس وکړي.»










