ژبه

«د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو څرنګوالی دې ترتیب او اجرا شي»

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو څرنګوالی دې ترتیب او اجرا شي.

دغه معاونیت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې پر څرنګوالي بحث وشو او په اړه یې پرېکړه وشوه.

سرچینې لیکلي، د اقتصادي کمېسیون د شپږمې مصوبې د پرېکړې پر اساس، د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک له خوا د نورو اړوندو وزارتونو، ادارو او خصوصي سکتور سره په مشوره د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد څرنګوالی تایید شوى دی.

login or register a new account.