ننګرهار کې د نږدې درې زره ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارلو پروسه پيل شوه
د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري د ۶۸۰ ښځو په ګډون د ۲۹۱۹ نويو ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارلو پروسه پيل شوه.
د ننګرهار د پوهنې رياست له لوري د ۶۸۰ ښځو په ګډون د ۲۹۱۹ نويو ښوونکو او اداري کارکوونکو د ګومارلو پروسه پيل شوه.
د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وايي، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې په مالي او تخنيکي همکارۍ د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې څارويو ته د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي واکسين کمپاین پيلوي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت د حوزوي روغتون د نسايي او ولادي څانګې له خدمتونو خوښ نه دي او زیاتوي چې ناروغانو ته يې سمه پاملرنه نه کوي.
د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره په تېرې یوې میاشتې کې په کابل ښار کې له ۱۷۷ درملتونونو د څارنې خبر ورکوي او وایي، د هغوی د څارنې په پایله کې ۷۲ درملتونونه د فارمیسست او فعالیت جواز نه لرلو له امله بند شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیلالرحمن حقاني د سېلابځپلو کورنیو د وضعیت څېړلو په موخه لوګر ولایت ته سفر وکړ او د هغوی ستونزې یې له نږدې واورېدلې.
د کونړ د عامې روغتیا ریاست وايي، په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولايت کې د نسناستې ناروغۍ ۲۱۹۸ پېښې ثبت شوې خو په وینا يې چې تر اوسه څوک مړه شوي نه دي.
ځیني چارواکي او شنونکي د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګي د ښوونځیو پرانیستې غوښتنه کوي، په دې برخه کې ځنډ د اسلامي امارت لپاره «مصلحت» نه بولي او وایي چې دغه مسئله دې ژر حل شي.
د پوهنې سرپرست وزیر وايي، د لرو سیمو اوسېدونکي ښوونځیو ته د نجونو له تګ سره رضایت نه لري او نه غواړي چې پېغلې لوڼې یې ښوونځیو ته لاړې شي.
د سوالګرو د راټولولو کمېټې، له کابل ښار څخه ۳۹۵۳ سوالګر راټول کړي چې ۳۱ یې بېسرپرسته ماشومان، ۱۲۳۳ يې مستحق او ۲۶۸۹ يې حرفوي سوالګر دي او له اړو کسانو سره یې اړینې مرستې کېږي.
د زابل مرکز کلات شمال لور ته په ارغنداب ولسوالۍ کې د خلکو د روغتیايي ستونزو د حل په موخه د یوه کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې.
د افغانستان بانک وایي، سبا (د وږي ۲۱مه) شاوخوا ۱۲ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي، په تېر يوه کال کې په دغه ولايت کې څلور زره کسانو ته د سواد زدهکړې زمينه برابره شوې ده.
د روان هجري لمریز کال له پیله راهیسې شاوخوا ۲۵۲ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۱۳۵ زره هغه کډوال دي چې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي دي.
د ننګرهار مستوفي وايي، د تېر نظام پرمهال په دغه ولايت کې ۵۶۰۳ شرکتونه فعال وو خو اوس یې شمېر ١١٠١ ته راښکته شوی دی.
د کرکټ اسیا جام سیالیو په لړ کې پاىلوبه نن د سریلانکا او پاکستان لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
یو شمير تاریخپوهان وایي چې د بریتانیا مړه شوې ملکه الیزابیت د څلورو کلونو لپاره د پاکستان ملکه هم پاتې شوې وه. د بریتانیا ملکه الیزابیت چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د ۹۶ کلونو…
د افغانستان د سرپرست حکومت د چارو اداره وایي چې دوی شپږو هېوادونو ته ډیپلوماتان استولي دي. دغه څرګندونې د سرپرست حکومت د چارو ادارې لوى رياست د پاليسۍ او څارنې مرستيال مولوي سيفالدين تايب…
امنيتي مسوولین وايي چې د کابل ښار د دشت برچي سيمې چاودنو کې درې تنه ټپيان شوي دي.
د دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت په پوهنتون کې د تخنيکي ستونزو له امله يوه چورلکه غورځېدلې چې د دوو پېلوټانو په ګډون درې تنه په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
تېره اونۍ ځېنو نړۍوالو سرچینو له نړۍ سره د افغانستان د سرپرست حکومت پر تعامل، د دغه حکومت پر ټولګډونوالي، د نجونو له شپږم پورته ټولګيو پر پرانیستې او له افغانستان سره د بشري مرستو پر ډېرېدو ټینګار وکړ.
مسوولین وايي چې په لوګر او جوزجان کې پر ۲۲۵۰ کورنيو د روغتيا ساتنې بستې ووېشل شوې.
امنيتي ځواکونو په کابل ښار کې دوه پاکستانيان د نشهيي توکو د قاچاق او دوه کسان د انسان تښتونې په تور نيولي دي. د کورنيو چارو وزارت د جنايي څېړنې رياست مشر پاسوال مولوي فیضالله…
د روغتیا نړۍوال سازمان له ځانوژنې د مخنیوي نړۍواله ورځ کې ویلي، هر کال په ټوله نړۍ کې له ۷۰۰زره ډېر کسان ځانوژنه کوي. د روغتیا نړۍوال سازمان نن (شنبه) له ځانوژنې د مخنیوي نړۍوالې…