سيډني ټنډر کرکټ لوبډلې له فضلالحق فاروقي سره تړون لغوه کړ
د استراليا کرکټ «بېګ باش لیګ» سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې سيډني ټنډر له افغان لوبغاړي فضلالحق فاروقي سره خپل تړون لغوه کړی دی. د بي بي سي د راپور له مخې، د اسټرالیا د نیو…
د استراليا کرکټ «بېګ باش لیګ» سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې سيډني ټنډر له افغان لوبغاړي فضلالحق فاروقي سره خپل تړون لغوه کړی دی. د بي بي سي د راپور له مخې، د اسټرالیا د نیو…
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ويلي، په افغانستان کې د ګوزڼ او شري واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین بشپړ شو. یاد سازمان پرون (پنج شنبه) په یوه ټویټ کې ويلي، په افغانستان کې…
د الازهر پوهنتون مشر شیخ احمد الطیب په افغانستان کې د نجونو زدهکړو ځنډولو پر پرېکړې اندېښنه ښودلې او له افغان چارواکو يې غوښتي چې پر ياده پرېکړه بیاکتنه وکړي. د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت…
اوو سترو صنعتي هېوادونو په ګډه اعلامیه کې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي. د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت د ليندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې…
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم پاکستان سره نه کوي. د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی…
پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره ولیدل.
د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د دغه ولایت په مرکز پل علم، بره کي برک، محمداغې، خوښۍ، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې د ۲۷۵ ښوونځیو د لومړنیو ټولګیو پر ۱۶ زره کوونکو درسي توکي ووېشل شول.
یو شمېر کسان وایي، د نجونو پوهنتونونو د بندېدو پرېکړې په غبرګون کې یې د پوهنتون له استادۍ استعفاوې کړې؛ خو د لوړو زدهکړو وزارت وایي، هیچا هم استعفا نه ده ورکړې.
په کابل ښار کې د یو شمېر ښوونیزو کورسونو مسوولین وايي، د مسوولینو د امر پر اساس یې په دغو مرکزونو کې د نجونو زدهکړې بهیر په موقت ډول ځنډولی او دا موضوع به تر شنبې ورځې روښانه شي.
د اروزګان مرکز ترینکوټ په یوه ورزشي لوبغالي کې د ۲۳ کسانو له ډلې، ۲۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور په درو ووهل شول او د بند سزا ورکړل شوه.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د یوه منځني ښوونځي ودانۍ چې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بدني روزنې او ورزش ریاست ويلي، په کابل کې نن له ۱۲ کلنو کمعمره لوبډلو فوټبال لیګ سیالۍ پیل شوې.
په کابل کې نن یو شمېر ښځو د لوړو زدهکړو وزارت له خوا د نجونو محصلینو پر مخ د پوهنتونونو دروازو بندولو پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ.
د هلمند مسوولین وايي، ولور اخیستل حرام دي او که چا واخیست عدلي او قضايي ارګانونو ته به ور معرفي شي.
د زابل ولایتي روغتون چارواکي وايي، د روان ۱۴۰۱ زېږدیز کال له پیله بیا تر اوسه په دغه روغتون کې ۴ زره ۹۵۵ ماشومان زېږېدلي چې د تېر کال په پرتله ډېروالی په کې راغلی دی.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت د فرهنګیانو، سیمهییزه چارواکو او د ایران د سرکونسل په ګډون د کال تر ټولو اوږده شپه (یلدا) ونمانځل شوه.
دوولسو هېوادونو او اروپایي ټولنې په ګډه اعلامیه کې او دغه راز ترکیې د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړه دې بېرته واخلي.
په غور کې ځيني کروندګر وايي، په دغه ولایت کې د هنګ یا انجې کرلو سره لیوالتیا ډېره شوې او دوی د کوکنارو پر ځای د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې ده.
چارواکي وایي، د فاریاب ولایت د علماوو شل کسیزه شورا جوړه شوه او دغه شوار به د محول شوو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوند مسئوولینو ته د شریعت په رڼا کې مشورې ورکوي.
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د سویډن کمېټې له لوري د ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه.