ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان: باجوه پاکستان سره هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم نه کوي

عمران خان: باجوه پاکستان سره هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم نه کوي

author avatar
22 Dec 2022 - 23:43
عمران خان: باجوه پاکستان سره هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم نه کوي
author avatar
22 Dec 2022 - 23:43

اټلانټا (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې د پوځ پخواني مشر جنرال باجوه هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم پاکستان سره نه کوي.

د پاکستان جیو تلویزیون خبر ورکړی چې نوموړي دا څرګندونې په لاهور کې د خپلویانو یوې اعتراضیه غونډې ته د ویډیو لینک په وسیله وینا کې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې اته میاشتې مخکې د پاکستان پارلمان عمران خان ته د نه باور رایه ورکړه او هغه یې له واکه لرې کړ، خو عمران خان ددې تور د پوځ د هغه مهال پر مشر جنرال باجوه اچوي.

عمران خان پخپله وینا کې وویل، جنرال یې د حکومت له منځه وړلو سره هغه ظلم وکړ، چې یو دښمن یې هم له پاکستان سره نه کوي.

هغه زیاته کړه،  چې پاکستان کې اداري فساد خپل اوج ته رسیدلی و او هغه مهال جنرال د مفسدینو په ملاتړ دده حکومت ړنګ کړ.

نوموړي ادعا وکړه، چې د پاکستان ځینې پټ لاسونه دده ګونداو دی له منځه وړل غواړي.

عمران خان د پاکستان د ټولو ستونزو هواری په ازادو ټاکنو کې ګوري او یو ځل بیا یې ژر تر ژره په ټول هېواد کې د پارلماني ټاکنو غوښتنه وکړه.

خو د پاکستان رسنۍ او سیاسي شنونکي بیا وایي چې عمران خان د پاکستان د هغه مهال د پوځ مشر جنرال باجوه لخوا واک ته رسول شوی و او دده د بریا لپاره یې په ټاکنو کې درغلۍ کړې وې.

د یادونې وړ ده چې جنرال باجوه اوس تقاعد شوی دی.

Visits: 343

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.