منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۹ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پنجشېر پوهنې ریاست ته سل زره ټوکه درسي کتابونه ورسېدل

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۰۴ کتنې

پاراخ (‌پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت پوهنې ریاست، له مرکز څخه دغه ولایت ته د ۱۰۰ زره ټوکو درسي کتابونو له رسېدو خبر ورکوي چې په وېشلو سره به یې د کتابونو کمښت برخه کې د زده‌کوونکو ۸۵ سلنه ستونزه حل شي.

د یاد ولایت د پوهنې رییس غلام ایشان حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «دغه کتابونه به له ونډې معلومېدو او د اسلامي امارت پوهنې وزارت له لارښوونې وروسته په ټول پنجشېر کې له لومړي تر دولسمو ټولګیو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.»

هغه وایي، د دغو درسي کتابونو په وېشلو سره د کتابونو کمښت برخه کې د زده‌کوونکو ۸۵ سلنه ستونزه حل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په یاد ولایت کې د ښوونځیو ځینو مسؤولینو او زده‌کوونکو د درسي کتابونو کمښت له امله شکایت درلود.

د «نسوان پیاوشت لېسې» مدیر عبدالغفار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د درسي کتابونو زوړوالی او کمښت په دغه ولایت کې یوه اساسي ستونزه ده.

هغه زیاته کړه: «له دولسو کلونو ډیر وخت کېږي چې زموږ ښوونځیو ته کتابونه نه دي را استول شوي، موږ تل د کتابونو له کمښت سره مخ وو او یو، کوم کتابونه چې پاتې دي ټول شکېدلي او زاړه شوي دي، پنجشېر ته د درسي کتابونو رسېدل یو نیک او ښه خبر دی، هیله‌مند یو چې ژر تر ژره  ووېشل شي.»

په پنجشېر ولایت کې اوسمهال ۱۲۹ لومړني ښوونځي، منځني ښوونځي او لېسې شته دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه