ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ښځو په ګډون سلګونه کسانو ته د لیک‌لوست پروګرام پیلېږي

لوګر کې د ښځو په ګډون سلګونه کسانو ته د لیک‌لوست پروګرام پیلېږي

author avatar
22 Jan 2023 - 15:50
لوګر کې د ښځو په ګډون سلګونه کسانو ته د لیک‌لوست پروګرام پیلېږي
author avatar
22 Jan 2023 - 15:50

پل‌علم (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر چارواکي وايي، د پوهنې وزارت، د افغانستان له خلکو سره د همکارۍ موسسې/ HHOA په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې شاوخوا ۱۰۵۰ نالوستو ښځو او سړیو ته د لیک‌لوست پروګرام پیلوي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د لیک‌لوست یا سواد زده‌کړو دغه پروګرام به په نوي ۱۴۰۲ لمریز کال کې پيل شي.

نوموړي زیاته کړه، د نالوستو ښځو او سړیو د سواد زده‌کړو په موخه به د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، بره‌کی‌برک، څرخ، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۷۰ ټولګي جوړ شي چې ۹۶۰ ښځو او ۹۰ نارینه وو ته په کې د نهو میاشتو لپاره د لیک‌لوست زمینه برابره شي.

هغه دغه راز زیاته کړه، د لیک‌لوست دغه پروګرام ته هغه ښځې او نارینه جذبېږي چې د ښوونځي له زده‌کړو بې‌برخې شوي وي.

دی وایي، د یادو ټولګیو لپاره ولسوالۍ او کلي ټاکل شوي او ژر به د ښوونکو او زده‌کوونکو د جذب پروسه هم پيل شي.

د لوګر اوسېدونکي خوښ دي چې د پوهنې وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې نالوستو ښځو او نارینه وو ته د لیک‌لوست زمینه برابرېږي.

د پل‌علم یوه اوسېدونکي عبدالرووف پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ډول پروګرامونه ښځې او نارینه له لومړني سواده برخمن کولای شي.

نوموړی وایي، په تېرو دوو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې په دغه ولایت کې نالوستو ته د لیک‌لوست زمینه برابرېږي.

د محمداغې ولسوالۍ یوې اوسېدونکې کلثوم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت کې ډېرې ښځې له زده‌کړو لرې پاتې شوې، د دغه پروګرام په پیلېدو به لیک لوست زده کړې او راتلونکي ته به هیله‌مندې شي.

هغې پر مسوولینو غږ وکړ چې نجونو او ښځو ته د لیک لوست ترڅنګ د کار حق ورکړي.

باید وویل شي چې سږ کال هم د پوهنې ریاست له لوري په مرکز پل‌علم او یو شمېر ولسوالیو کې د سواد زده‌کړو له کورسونو څه باندې ۹۰۰ ښځې او نارینه فارغ شوي وو.

Visits: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.