ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت سرپرست و ټاکل شو

ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت سرپرست و ټاکل شو

author avatar
22 Jan 2023 - 15:01
ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت سرپرست و ټاکل شو
author avatar
22 Jan 2023 - 15:01

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د «اسلامي امارت» د مشر د فرمان پر اساس، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکینی مرستیال ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو او خپله دنده یې پیل کړه.

نن د نوموړي د پېژندګلوۍ په موخه ټولګټو وزارت کې غونډه جوړه شوې وه چې د چارو ادارې مشر نورالحق انور ترڅنګ، د دغه وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح، حقوقي سلاکار مولوي آغا جان، ویاند حمیدالله مصباح او نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

د ټولګټو وزارت حقوقي سلاکار مولوي آغا جان وویل، د «اسلامي امارت» د مشرتابه شېخ هبةالله اخوندزاده د فرمان پر اساس، د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکینی مرستیال ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو وزارت د نوي سرپرست په توګه وټاکل شو.

نوموړي د وزارت نوي سرپرست ته په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه.

هغه د وزارت له اړوند رییسانو وغوښتل چې د تېر په څېر له نوي سرپرست سره همکاري وکړي.

د ټولګټو وزارت نوي سرپرست ملا محمد عیسی ثاني وویل، د مخکیني سرپرست ټول پلانونه ورته د منلو وړ دي او له هغه نور پاتې کارونه به پر مخ یوسي.

نوموړي زیاته کړه، د وزارت په کارکوونکو کې به کوم بدلون رانه شي او ژمنه یې وکړه چې په دې اداره کې به څوک د خپلویو او واسطې پر بنسټ و نه ګوماري.

د یادونې ده، له دې مخکې عبدالمنان عمري د یاد وزارت د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

Views: 100

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.