ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روسیې ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې

روسیې ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
22 Jan 2023 - 14:44
روسیې ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
22 Jan 2023 - 14:44

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، که ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند وړاندیز وکړي، نو روسیه به هم په ټاپي پروژه کې ګډون وکړي.

ټاپي، د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګاز نل‌لیکې غځولو پروژه ده.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د روسیې له ۲۴ ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي: «د دغې پروژې شریکان ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند که وړاندیز وکړي، نو روسیه به هم په دې پروژه کې ګډون وکړي.»

سرچینه زياتوي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم څو کاله مخکې له دغې پروسې سره همکارۍ ته چمتووالی ښودلی و.

پوتین ويلي وو: «موږ د اسیا په اقتصادي برخه کې همکارۍ لپاره لېواله یو؛ خو د دغې پروژې په تړاو اصلي مطلب د افغانستان په خاوره کې امنیت دی او دغه پروژه کولی شي د افغانستان اقتصاد وغوړوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت تېره ورځ وویل چې په هېواد کې د دغې پروژې عملي کارونو پیلېدو ته بشپړ چمتووالی شته او که اړتیا ولیدل شي، د امنیتي چارو لپاره به یي ځانګړی ځواک جوړ شي.

Visits: 184

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.