ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا سړېدل؛ غور کې سوالګر د مرستو غوښتنه کوي

د هوا سړېدل؛ غور کې سوالګر د مرستو غوښتنه کوي

author avatar
23 Jan 2023 - 19:19
د هوا سړېدل؛ غور کې سوالګر د مرستو غوښتنه کوي
author avatar
23 Jan 2023 - 19:19

فېروزکوه (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): په غور کې ځيني سوالګر له سختې سړې هوا او د سون‌توکو له نشتوالي شکایت لري او له حکومت او مرستندویه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

په دې ورځو کې د غور ولایت مرکز فېروزکوه ښار کې له هر څه ډېر سوالګر او په ځانګړي ډول ماشومان تر سترګو کېږي. ډېری دغو سوالګرو د بې‌وزلۍ او لوږې له امله سوالګرۍ ته مخه کړې څو ځان ته یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

۳۱ کلنه ګل‌افروز چې د فېروزکوه ښار په یوه واټ کې ناسته ده او تېرېدونکو خلکو ته د سوال لاس اوږد کړی وایي: «سوالګره نه یم، خو د خپل ۸ کلن او ۱۲ کلن اولادونو ژوندي پاتې کېدو لپاه دا کار کوم څو هغوی وږي پاتې نه شي او یخ یې ونه وهي.»

هغې زیاته کړه، له دوه میاشتو ډېر وخت کېږي چې د فېروزکوه ښار له الله‌یار سیمې څخه د دغه ولایت مرکز ته راکډه شوې او اوس د ولایت د کډوالو ښارګوټي په تپه کې یوه کرایي کور کې اوسېږي.

هغه وایي: «خاوند مې د زړه ناروغي لري او کار نه شي کولی. له کلي دلته راغلم چې موسسې یا دولت به راسره مرسته وکړي، خو موسسې بې‌وزلو خلکو ته هیڅ توجه نه لري. په کوم کور کې چې موږ یو هغه کرایي دی، د میاشتې ۱۰۰۰ اقغانۍ کرایه ورکوو، ډېره سخته ده چې دغه پیسې برابرې کړو، مجبوره یم چې ګدایي وکړم.»

ګل‌افروز زیاتوي چې د ورځې تر ۱۵۰ افغانیو پورې پیدا کوي او دغه پیسې یوازې د خپلې کورنۍ د خوراک لپاره مصرفوي، خو په دغه سخت ژمي کې د کور ګرمولو لپاره هیڅ نه لري.

په فېروزکوه ښار کې یو بل سوالګر ۴۴ کلن میراحمد دی چې هره ورځ د خلکو دوکانونو ته ورځي او د پیسو په غوښتلو د خپلې اته کسیزې کورنۍ لګښتونه مخې ته وړي.

هغه د خپلې سوالګرۍ اصلي لامل بې‌وزلي او لوږه یادوي او وايي: «د خپلو درېیو اولادونو او یوه لمسي چې ناروغ دی او هیڅ کار نه شي کولی مسوولیت پر غاړه لرم. هوا سړه ده، موسسې هم مرسته نه کوي، روزانه چې له خلکو ګدایي و نه کړم له یخنۍ او لوږې به مې د کورنۍ غړي مړه شي.»

د نوموړي په خبره، شاوخوا دوه میاشتې کېږي چې له دولینه ولسوالۍ څخه ښار ته راغلی او په دې موده کې یو ځل ورسره د سرې میاشتې ادارې د څلور کمپلو او یو ترپال مرسته کړې ده.

د لویانو ترڅنګ، ګڼ ماشومان هم د ژمي په دې سړه هوا کې نه یوازې خځلې راټولوي بلکې سوالګري هم کوي.

فاطمه چې له خپل ورور، خور او تره لور سره هره ورځ خپل ډېر وخت د یوې ډوډۍ موندلو لپاره د یاد ولایت د نانواییو ترڅنګ تېروي وایي، پلار یې روږدی دی او مور یې مړه شوې، له خپل کوچني ورور او خور سره د تره په کور کې اوسېږي چې هغوی هم ښه اقتصادي حالت نه لري.

هغې د ژوند سختیو ته په اشارې وايي، د ورځې په ډېرې خوارۍ کولی شي چې له ۶۰ تر ۸۰ افغانیو پیدا کړي.

هغه ماشومان چې د بې‌وزلۍ او لوږې له امله سوالګري کوي، له دولت او مرستندویه موسسو د مرستو غوښتنه کوي او وایي، که دولت او موسسې ورسره مرسته وکړي، هغوی کولی شي چې د خځلو راټولولو او سوالګرۍ پر ځای ښوونځي ته لاړ شي او زده‌کړه وکړي.

په همدې حال کې، د غور سیمه‌ییز مسوولین وایي چې دوی د سوالګرو نوملړ برابرولو په حال کې دي څو په راتلونکي کې دوی د مرستندویه موسسو او دولت د پام وړ وګرځي.

د غور د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالحی زعیم پژواک ته وویل، هغه مکتوب چې د سوالګرو راټولولو په تړاو د غور ولایت ته رسېدلی و، هغه یې اړوندو ارګانونو ته استولی څو ټول سوالګر وپېژندل شي او بیا یې لست د سرې میاشتې ادارې ته واستول شي.

په غور کې د سوالګرو شمېر په داسې حال کې ډېر شوی چې په دغه ولایت کې ډېرو مرستندویه موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي او هیڅ ډول مرسته نه وېشي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.