ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا په سړېدو سره کابل ښار کې د وچې غوښې (لاندي) بازار غوړېدلی دی

د هوا په سړېدو سره کابل ښار کې د وچې غوښې (لاندي) بازار غوړېدلی دی

author avatar
29 Jan 2023 - 18:03
د هوا په سړېدو سره کابل ښار کې د وچې غوښې (لاندي) بازار غوړېدلی دی
author avatar
29 Jan 2023 - 18:03

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل ښار کې د وچې غوښې (لاندي) ځيني پلورونکي د خپل خرڅلاو بازار د ښه‌کېدو خبره کوي او وایي، دې غوښې ته لېوالتیا دومره ده چې آن ځيني خلک خپلو بهرمېشتو خپلوانو ته د سوغات په توګه استوي.

وچه غوښه د افغانانو له مشهورو خوړو څخه ګڼل کېږي چې ځینې کورنۍ له ډېرو کلونو راهیسې د ژمي په رارسېدو او د مني په وروستیو کې د ژمي لپاره د پسه غوښه وچوي.

اوس چې د ژمي دویمه میاشت ده، د وچې غوښې پلورونکو بازار ښه غوړېدلی دی.

د کابل ښار پل خشتي جومات ته څېرمه د «محمد بسم‌الله رباني‌زاده» پلورنځي مالک بسم‌الله رباني‌زاده چې بېلابېل ډول وطني غوړي او وچه غوښه پلوري، له پژواک سره په خبرو کې د وچې غوښې د خرڅلاو بازار غوړېدو کوي.

نوموړي زیاته کړه، د ورځې له ۲۰  تر ۱۵۰ کیلوګرام د لاندي غوښه پلوري؛ ځکه چې د وچې غوښې مینه‌وال له هېواده بهر هم شته او ځینې کورنۍ له دغه ځایه پېري او خپلو ملګرو او خپلوانو ته یې لېږي.

نوموړي زیاته کړه، سږ کال یې ۸۵۰ پسونه وچ کړي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل ښار په بازارونو کې د یوې کیلو وچې غوښې بیه ۷۵۰ افغانۍ ده.

په ورته وخت کې، د کابل ښار په کاه‌فروشۍ کوڅه کې یوه بل لاندي پلورونکي رستم پژواک ته وویل، هر کال د ژمي په موسم کې نږدې درې زره کیلوګرام وچه غوښه پلوري.

نوموړي زیاته چې د پسه غوښه دوه ډوله وچوي، یو ډول یې پوستداره او غوړه وي او بله یې بې پوسته او کم غوړه وي.

هغه وایي، د ورځې شاوخوا ۵۰ کیلوګرام وچه غوښه پلوري او زیاته یې کړه: «وچه غوښه هوسانه ده او ډېری خلک یې په همدغه موسم کې اخلي.»

هغه وویل، ځينې کورنۍ خپلو دوستانو او خپلوانو لپاره هم بهر هېوادونو ته وچه غوښه لېږي.

د کابل ښار یوه اوسېدونکي محمد منصور وویل: «نن راغلی یم چې وچه غوښه واخلم او یوه خپلوان ته مې چې په بهر کې اوسېږي ولېږم.»

هغه وویل، خپلوانو ته دغه غوښه ځکه لېږي چې په بهر کې د غوښې وچولو امکان نشته.

نوموړی وایي: «وچه غوښه ډېره خوندوره او هوسانه ده.»

په همدې حال کې، د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي نورالحق نیازي -چې د غوښې  اخیستو په حال کې و- وویل چې میلمستیا لري او خپلو مېلمنو ته وچه غوښه وړي.

نوموړي زیاته کړه، له دغه ځایه چې د لاندي غوښه اخلي له ښه کیفیته برخمنه ده او تل د وچې غوښې اخیستو لپاره همدلته راځي.

Visits: 81

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.