[restrict paid=”true”]
پلخمري (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د بغلان ولایت مسوولین وایي، د واورې ورښت او توپان له امله د سالنګ لویهلاره د هر ډول ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د بغلان ولایت ویاند ملا عالم مجیدي د سلواغې په ۹مه، د شپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې د واورې ورېدو او توپان له امله دغه لویهلار نن ماښام د مسافرو د خوندیتوب په موخه تړل شوې ده.
د نوموړي په وینا، مسافر باید په سالنګ کې د توپان پای ته رسېدو او د لارې تر خلاصېدو سالنګ لور ته له سفر کولو ډډه وکړي.
تر دې مخکې نن سهار دغه لاره یوازې د ټیلري موټرو پر مخ تړل شوې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP