منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۰ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پاکستان کې مالي بحران؛ د دغه هېواد د اسعارو زېرمه درې میلیارد ډالرو ته ټيټه شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۱): په پاکستان کې د مالي کړکېچ په سختېدو سره د دغه هېواد د بهرنیو اسعارو زېرمه د لومړي ځل لپاره ۳ میلیارد ډالرو ته ټيټه شوې ده.

اکسپرس ټریبیون پرون ناوخته (پنج‌شنبه) راپور ورکړ چې د پاکستان اسعاري زېرمه په وروستیو ۹ کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده.

د پاکستان دولتي بانک (SBP) په خپل وروستي اوونیز راپور کې اعلان کړی چې د دغه هېواد د اسعارو زېرمه د بهرنیو پورونو ورکړې له امله ۲،۹۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده؛ دغه مقدار پیسې د پاکستان د دوو اونیو واردات تضمینوي.

په ورته وخت کې، پاکستان اوسمهال د ۶،۵ میلیارد ډالر پور پر سر د پیسو له نړۍوال صندوق سره پر مذاکراتو بوخت دی.

د یادونې ده، د پیسو نړۍوال صندوق او پاکستاني پلاوي ترمنځ د پور په تړاو مذاکرات نن پای ته رسېدلي او اسلام‌اباد د دغه صندوق ټول شرایط منلي څو لږ تر لږه له اوسني مالي کړکېچه ووځي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې له سخت اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول نړیوال خبرونه