ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ملکي او نظامي اداري کارکوونکو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي

د کندهار ملکي او نظامي اداري کارکوونکو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي

author avatar
18 Feb 2023 - 17:57
د کندهار ملکي او نظامي اداري کارکوونکو ته مسلکي روزنه ورکول کېږي
author avatar
18 Feb 2023 - 17:57

کندهار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): په کندهار کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو انسټيټیوټ مسوولین وایي، د ملکي او نظامي بنسټونو اداري کارکوونکي په مسلکي ډول روزي او تر اوسه په دغه برخه کې ۴۸۰ کسان روزل شوي دي.

د دې لړۍ په دوام نن (شنبه) هغه ۱۲۰ فارغانو ته په کندهار پوهنتون کې د یوې غونډې په ترڅ کې فراغت‌لیکونه ورکړل شول چې دوه میاشتې په انګلیسي، کمپیوټر او نورو اداري برخو کې روزل شوي وو.

د کندهار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو امریت اجرایه مدیر قاري حذیر صدیقي وایي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا درېیمه دوره ده چې اداري کارکوونکي په مسلکي برخه کې روزنه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه: «مخکې په اکثره ادارو کې اداري کارکوونکي مسلکي نه وو چې کارونه به نیمګړي وو، خو اوس د هغوی د مسلکیتوب لړۍ پيل شوې ده، په ملکي او نظامي ادارو کې ټولو اداري کارکوونکو ته د هغوی له مسلک سره سم نظري او عملي زده‌کړې ورکول کېږي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.