ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې لسګونه بېلابېل مرغان ازاد شول

اروزګان کې لسګونه بېلابېل مرغان ازاد شول

author avatar
19 Feb 2023 - 17:48
اروزګان کې لسګونه بېلابېل مرغان ازاد شول
author avatar
19 Feb 2023 - 17:48

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): په اروزګان ولایت کې نن هغه لسګونه بېلابېل ډول مرغان ازاد شول چې د ښکاریانو له خوا نیول شوي وو.

دغه مرغان د اروزګان ولایت د چاپېریال ساتنې ادارې له خوا په مرکز ترینکوټ کې د مرغانو پلور بازار کې له ښکاریانو څخه راټول شوي وو.

د چاپېریال ساتني ادارې د طبعي میراثونو مدیر مطیع‌الله عابد وویل: «دا ۶۰ بېلابېل ډوله مرغان چې د یوشمېر کسانو له خوا په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ښکار شوي وو، ازاد کړای شول.»

هغه وویل، په ازاد شوو مرغانو کې جلان، سپېرکونډ او ګل سر شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، دوه کسان يې د یادو مرغانو د ښکار په تړاو لومړی ونیول چې د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولینو له خوا ورته سپارښتنې وشوې او هغوی د دې کړنې د نه تکرار ژمنې په شرط بېرته خوشي شول.

هغه همداراز وویل، د مرغانو ښکار کول جواز نه لري او تر دې وروسته به له پلورونکو او ښکاریانو سره قانوني چلند وشی.

د نعمت‌الله په نوم یوه کس چې د مرغانو د ښکار په تړاو د چاپېریال ساتنې ادارې له خوا لومړی نیول شوی او د ورته کړنې د نه تکرار له ژمنې وروسته بېرته خوشی شوی پژواک ته وویل، پخوا خبر نه و چې د مرغانو نیول جرم دی.

ده زیاته کړه چې له دې وروسته به هېڅکله مرغان ونه نیسي.

عام خلک د چاپېریال ساتنې ادارې د دغه کار ستاینه کوي او وايي، چاپېریال پر مرغانو ښه ښکاري او باید ونه نیول شي.

د قاري نقیب‌الله په نوم یو کس چې نن د مرغانو ازادولو ځای ته راغلی و، پژواک اژانس ته وویل، اوسمهال په اروزګان ولایت کې د مرغانو ښکار ډېر شوی دی.

هغه له مسوولینو غوښتنه وکړه له سرغړونکو سره باید جدي چلند وشي.

تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د مرغانو په ګډون د وحشي حیواناتو د پېر او پلور مخنیوی شوی او بېرته ازاد شوي دي.

Views: 356

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.