منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.م
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بادغیس کې له سلګونه زلزله‌ځپلو کورنیو سره د نغدي مرستو وېش لړۍ پیل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۱۰ کتنې

قلعه‌نو، پارون (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): په بادغیس ولایت کې د تېر کال له سېلاب او زلزله‌ځپلو کورنیو سره د نغدي مرستو لړۍ پیل شوه او په نورستان کې له ۷۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته وشوه.

د بادغیس له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي باري داد صابر وایي، دوی د تېر کال زلزلې او سېلاب ځپلو ۱۳۷۶ کورنیو ته نغدي مرستې وېشي.

نوموړی زیاتوي، د یادو مرستو ترلاسه کوونکي په درېیو کټګورۍ کې شاملېږي چې مخکې سروې شوي دي.

د هغه په خبره، هرې هغې کورنۍ ته چې کورونه یې ویجاړ شوي، ۱۳۲۰۰۰ افغانۍ او هرې هغې کورنۍ ته چې کورونه یې قسما ویجاړ شوي او یا ترمیم ته اړتیا لري۴۳۲۰۰ افغانۍ او۲۶۴۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

صابر زیاته کړه، دغه خلک د بادغیس مرکز او قادس او مقر ولسوالیو کې سروې شوي دي.

نوموړي وویل، یادې مرستې شاوخوا ۸۳ میلیونه ۴۰۰ زره افغانیو ته رسېږي چې د (IOM) دفتر له لوري ورکول کېږي.

په بادغیس کې شاوخوا یو کال مخکې زلزله شوې وه او اوس د یوه کال په تېرېدو له زیانمنو سره مرسته کېږي.

له بلې خوا د کډوالۍ نړۍوال سازمان/ IOM د نورستان په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې له ۷۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د نغدو پیسو او ژمنیو توکو مرسته وکړه.

د یاد سازمان ولایتي مسوول ذبیح‌الله امین پژواک خبري اژانس ته وویل، د کډوالۍ نړۍوال سازمان له لوري د نغدو پیسو او ژمنیو توکو دا مرسته په مرکز پارون او واما ولسوالۍ کې له هغو ۷۰۰ کورنیو سره وشوه چې ساړه ژمي ځپلې وې.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۱۷ زره ۵۰۰ افغانۍ، دوه کمپلې او د ژمنیو جامو یوه بسته ورکړل شول.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه