ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

باغیس کې د یوې ۵۰ کلنې ښځې مړی موندل شوی

باغیس کې د یوې ۵۰ کلنې ښځې مړی موندل شوی

author avatar
18 Mar 2023 - 15:47
باغیس کې د یوې ۵۰ کلنې ښځې مړی موندل شوی
author avatar
18 Mar 2023 - 15:47

قلعه‌نو (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د باغیس امنیه قومانداني د دغه ولایت په مرکز قلعه‌نو ښار کې د یوې ۵۰ کلنې ښځې د مړي پیدا کېدو خبر ورکوي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي نن (د کب ۲۷مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه جسد وړمه ورځ (پنجشنبه) مازیګر مهال د دغه ولایت مرکز قلعه‌نو ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې موندل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده ښځه په ډزو وژل شوې ده.

سرچینې له جزئیاتو پرته لیکلي چې د یادې ښځې مړی خپلې کورنۍ ته یې سپارل شوی دی.

صدیقي د پېښې د لامل په اړه معلومات نه دي ورکړي خو وايي، د پېښې په اړه د دوی پلټنې روانې دي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړې چې وژل شوې ښځه د قلعه‌نو ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکې وه.

Visits: 13

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.