منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۳ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

فراه کې د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۵۸ کتنې

فراه (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د فراه ولایت په مرکز کې د ځمکې پر سر شخړې له امله یو کس د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

امنیتي سرچینې وايي، د یادې پېښې په تړاو يې یو کس نیولی دی.

د یاد ولایت امنیې قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، پرون (د کب ۲۶مه) د مرکز اړوند درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دوو کسانو ترمنځ لفظي شخړه شوې او په پایله کې يې یو کس د چاقو په وسیله وژل شوی دی.

سرچینې ويلي: «وژل شوی کس محمد ویس نومېږي او قاتل يې عبدالواسع د پولیسو له خوا نیول شوی او دوسیه به يې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، قاتل او مقتول دواړه د فراه ولایت د پشترود ولسوالۍ د پنجلې کلي اوسېدونکي او خپلو کې د تره زامن دي چې د جایداد پر سر يې شخړه کړې وه.