منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۸ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل ښاروال: د کابل او د ایران لویو ښارونو ترمنځ دې اړیکې پیاوړې شي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۱): د کابل ښاروال د ایران له مرستیال سفیر سره په لیدنه کې د دغه ښار او د ایران  لویو ښارونو ترمنځ په علمي، فني او معنوي برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو او اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

کابل ښاروالۍ نن د کب په ۲۷مه په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي د کابل له ښاروال مولوي عبدالرشید سره د پراختیايي پلانونو د پلي کېدو او ښاري مدیریت په برخه کې د ایران هېواد د تجربو شريکولو په موخه وکتل.»

سرچینې لیکلي، کابل ښاروال وویل، د کابل ښار او د ایران لویو ښارونو ترمنځ باید معنوي اړیکې پیاوړې او په فني او علمي برخو کې دې دوه‌اړخیزې همکارۍ ډېرې شي څو له فرصتونو سمه ګټه واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه، کابل ښاروالي پلان لري چې د کثافاتو مدیریت ترڅنګ په ټرانسپورټ او نورو برخو کې د ګاونډیو هېوادونو له تجربو ګټه واخلي او دغه‌راز خپلې تجربې هم له هغوی سره شریکې کړي.

د ایران مرستیال سفیر سید حسن مرتضوي د کابل ښاروالۍ د پلانونو په پلي کولو کې د همکارۍ ژمنه وکړه او ویې ویل، هېواد به یې د کثافاتو د مدیریت ظرفیت‌لوړونې، ښاري ښکلا، د زیربناوو ډیزاین، د ښاري فرهنګ ودې، د زرغونو سیمو پراختیا او نورو ښاري برخو کې هراړخیزه مرسته وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه