منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پاکستان پر وړاندې د افغانستان بله تاریخي بریا؛ لوبلړۍ یې هم وګټله

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۱ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۶ وری ۱۴۰۲): افغانستان د کرکټ په دویمه شل اووریزه لوبه کې هم پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره له دغه هېواده د لوبو لړۍ وګټله.

د افغانستان په کوربه‌توب دا لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجې لوبغالي کې روانې دي.

د دویمې شل اووریزې لوبې پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پریکړه وکړه. د پاکستان لومړني لوبغاړي یو ځل بیا د افغان توپ‌اچوونکو مقابله ونه شو کړای او پنځه لوبغاړي یې په ۶۳ منډو وسوځېدل.

خو وروسته عماد وسیم او لوبډلمشر شاداب خان ښه لوبه وکړه او د خپلې لوبډلې منډې یې په شلو اوورونو کې ۱۳۰ ته ورسولې او افغانستان ته یې د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ.

عماد وسیم ۶۴ او شاداب خان ۳۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري فضل‌الحق فاروقي ۲، راشد خان، کریم جنت او نوین‌الحق یو یو لوبغاړي وسوځول.

ملي لوبډلې د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره ښه توپ‌وهنه پیل کړه، که څه هم عثمان غني ژر وسوځېد، خو رحمن‌الله ګربز او او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان منډې یې په ۱۵ اوورونو کې ۸۵ ته ورسولې. ګربز ۴۴ او ځدراڼ ۳۸ منډې جوړې کړې.

ګربز او ځدراڼ دواړه یو په بل پسې وسوځېدل او د افغانستان لوبډله یې تر فشار لاندې راوستله؛ خو د تېرې لوبې په څېر محمدنبي او نجیب ځدراڼ یو ځل بیا ښه وځلېدل او خپلې لوبډلې ته یې تاریخي بریا په برخه کړه. محمدنبي ۲۳ او نجیب ځدراڼ ۱۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.

فضل‌الحق فاروقي چې د پاکستان دوه پیاوړي لوبغاړي یې سوځولي وو، د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

له دغې بریا سره افغانستان د لومړي ځل لپاره له پاکستان او له یوې پیاوړې لوبډلې څخه د شل اووریزو لوبو لوبلړۍ وګټله.

لومړۍ لوبه افغانستان په شپږو وېکټو ګټلې وه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول لوبې