ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملک‌زاده: پنجشېر کې د ناسم پوهاوي له امله په خپل‌منځي ډزو کې دوه کسان ټپیان شوي

ملک‌زاده: پنجشېر کې د ناسم پوهاوي له امله په خپل‌منځي ډزو کې دوه کسان ټپیان شوي

author avatar
2 Apr 2023 - 14:43
ملک‌زاده: پنجشېر کې د ناسم پوهاوي له امله په خپل‌منځي ډزو کې دوه کسان ټپیان شوي
author avatar
2 Apr 2023 - 14:43

کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس تاییدوي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت کسانو ترمنځ د ناسم پوهاوي له امله ډزې شوې او د مرافعه محکمې د رییس په ګډون دوه کسان په کې ټپیان شوي دي.

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه د شکایتونو اورېدو کمېسیون غړو او د پنجشېر ولایت د محکمې ساتونکو ترمنځ د ځیرک ټیلفونونو راټولولو پر سر ناسم پوهاوي له امله هوايي ډزې وشوې او په پایله کې یې د مرافعه محکمې رییس عبدالله سدید او یو ساتونکی برسېرن ټپیان شوي دي.

هغه وایي چې د ټپیانو حالت ښه دی او اوس هلته هیڅ ډول ستونزه نشته.

د پنجشېر د والي ویاند ابوبکر صدیق هم سلام وطندار راډیو ته ویلي چې د شکایتونو اورېدو کمېسیون کسان د دغه ولایت محکمې ته ورغلي تر څو ځیرک ټېلفونونه ترې واخلي، خو د محکمې د ساتونکو له ممانعت سره مخ شوي او نښته رامنځته شوې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.