ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې لپاره هڅې؛ یوه لوګري ځوان ۷۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

د پوهنې لپاره هڅې؛ یوه لوګري ځوان ۷۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده

author avatar
5 Apr 2023 - 12:45
د پوهنې لپاره هڅې؛ یوه لوګري ځوان ۷۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده
author avatar
5 Apr 2023 - 12:45

پل علم (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د لوګر د مرکز پل علم په دوو لرو او وروسته‌پاتې سیمو کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت ۷۰۰ هلکانو او نجونو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

د «غیرت‌اباد» او «بېدک» په نومونو دا سیمې په تېرو کلونو کې جګړو سختې ځپلې او د پوهنې په ګډون له هرراز پرمختیايي بهیره شاته پاتې کړې وې؛ خو اوس پکې یوه ځوان د پوهې رڼا خپرولو هڅې پیل کړې دي.

د محمداکبر اتل په نوم دغه ۳۵ کلن ځوان د مرکز پل علم اړوند د «ابچکان» سیمې اوسېدونکی دی چې په یادو سیمو کې یې دوه ښوونیز مرکزونه پرانیستي او د ۱۵۰ نجونو په ګډون یې ۷۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له خپلو څو هم‌فکره ملګرو سره یو ځای یې هڅې پیل کړې څو د یاد ولایت په لرو او وروسته‌پاتې سیمو کې ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي او هغوی لیک لوست ته راوبولي.

هغه زیاتوي، دغه کار یې د یوه احساس له مخې پیل کړی او فکر کوي چې یوازې د پوهې لار ده چې خلک او هېواد له بدمرغیو ژغورلای او نېکمرغیو ته رسولای شي.

هغه وايي، شاوخوا دوه کاله مخکې یې د لومړي ګام په توګه د پل علم په لرو او جنګ‌ځپلو سیمو «غیرت‌اباد او بېدک» کې د زده‌کړو دوه مرکزونه جوړ کړل چې اوس پکې ۱۵۰ نجونې او ۵۵۰ هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

د نوموړي په خبره، یاد شمېر ماشومانو ته په وړیا توګه د عصري زده‌کړو ترڅنګ دیني زده‌کړې هم ورکول کېږي.

اتل وویل، د زده‌کړې په یادو مرکزونو کې ورسره شاوخوا ۱۵ کسان کار کوي چې د دوی د معاش په ګډون ټول لګښت د خپلې سوداګرۍ له ګټې ورکوي.

هغه زیاتوي، یوازې پر همدغو دوو مرکزونو بسنه نه کوي، بلکې پلان لري چې د دغې ښوونیزې لړۍ لمنه د لوګر تر لرو ولسوالیو محمداغې، بره‌کي برک، خروار، څرخ، خوښۍ او ازرې هم وغځوي.

شېرعلي هغه کس دی چې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې په دغو مرکزونو کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

نوموړي پژواک ته وویل، دلته تر ډېره بې‌وزلي، یتیمان او هغه ماشومان زده‌کړې کوي چې تېرو جګړو او اقتصادي ستونزو له دغه نمعته محروم کړي وو.

هغه وایي، زده‌کوونکو ته د مسلکي ښوونکو له خوا د ښوونځي د مضامینو تر څنګ د انګلیسي او کمپیوټر زده‌کړې هم ورکول کېږي.

نوموړي یادونه وکړه چې ډېرو زده‌کوونکو ته قرطاسیه هم وړیا ورکول کېږي او دغه‌راز په تېر ژمي کې ګڼو زده‌کوونکو ته ګرمې جامې هم ورکړل شوې وې.

 د اسدالله په نوم یو ۱۵ کلن زده‌کوونکی -چې له ۱۲ کیلومتره لرې «التمور» کلي څخه یاد تعلیمي مرکز ته د زده‌کړې لپاره راځي- وايي: «زه له تېرو دوو میاشتو راهیسې پر بایسکل دغه تعلیمي مرکز ته راځم او زده‌کړې کوم؛ دغه مرکز زما په څېر بې‌وزله زده‌کوونکو لپاره ښه فرصت دی، دغسې مرکزونه دې په ولسوالیو کې هم جوړ شي.»

د لوګر یوه فرهنګي فعال خیرالله دانش دغسې هڅې د قدر وړ بولي او وايي، د محمداکبر اتل له لوري په مرکز پل علم او ولسوالیو کې پيل شوی تعلیمي پروګرام د نجونو او هلکانو پر لیک لوست مثبتې اغېزې کولای شي.

هغه وویل، خلکو او پوهنې ریاست ته په کار ده چې دغه ډول سوداګر په مرکز او ولسوالیو کې د زده‌کړو برخه کې کار کولو ته وهڅوي.

دانش زیاتوي، لوګر په تېرو څو کلونو کې د ناامنیو له امله سخت ځپل شوی او اړتیا ده چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پوهنې بهیر پرمختګ لپاره دولت او نړۍوال بنسټونه اساسي ګامونه پورته کړي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمداکبر اتل له لوري د زده‌کړو مرکزونه له دوی سره په همغږۍ جوړ شوي او د مرکز پل علم په غیرت‌اباد او بېدک سیمو کې سلګونه نجونې او هلکان په دغه پروګرام کې پر لیک لوست بوخت دي.

هغه زیاته کړه، اتل د خپل پلار «ارواښاد حاجي منګل احمدزي بنسټ» له لارې په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د پوهنې ریاست اړوند ښوونځيو په بیارغونې، د څښاک پاکو اوبو برابرولو او همدارنګه د درسي توکو په برخه کې هم له پوهنې ریاست سره پراخه همکاري کړې ده.

عرب د لوګر ولایت له ټولو اوسېدونکو او ملي سوداګرو غواړي چې د اتل په څېر د پوهنې په ډګر کې خپلو ماشومانو او ځوانانو ته د لیک لوست وړیا زمینه برابره کړي او د لوګر پوهنې ریاست د ورته پروګرامونو ملاتړ کوي.

په لوګر کې په داسې حال کې سلګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو پروګرامونه پيل شوي چې د دغه ولایت په ګډون د ډېرو ولایتونو اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د نجونو پر مخ تړلي ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیزي.

لوګر پلازمېنې کابل ته څېرمه ولایت دی چې په مرکز او ولسوالیو کې یې ۲۷۵ ښوونځي پرانیستي دي چې د ۵۲۰ ښځینه ښوونکو په ګډون د ۴۳۹۰ ښوونکو پر مټ پکې ۱۰۰ زره هلکانو او ۵۰ زره نجونو ته زده‌کړې ورکول کېږي.

همدارنګه په یاد ولایت کې هغه ۳۰ زره زده‌کوونکي چې د جګړو او همدارنګه په لرو سیمو کې د ښوونځیو نشتون له امله له زده‌کړو محروم وو، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د شاوخوا ۹۰۰ سیمه‌ییزو ټولګیو پرانیستلو سره د لیک لوست تر پوښښ لاندې راوستل شوي دي.

Visits: 761

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.