ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د کرکټ لس اوریز رمضان لیګ دویم پړاو پیل شو

خوست کې د کرکټ لس اوریز رمضان لیګ دویم پړاو پیل شو

author avatar
7 Apr 2023 - 12:50
خوست کې د کرکټ لس اوریز رمضان لیګ دویم پړاو پیل شو
author avatar
7 Apr 2023 - 12:50

خوست ښار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۲): په خوست کې د ډيوه ګروپ لس اوريز کرکټ رمضان ليګ دويم پړاو پيل شو چې شل ورځې به دوام وکړي.

دغه ليګ چې تېره ورځ مازديګر پيل شو، ۱۶ لوبډلو په کې برخه اخيستې چې د کرکټ ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو، ايمرجن او الف لوبډلو يو شمېر لوبغاړي هم په کې ګډون لري.

د ډيوه ګروپ رمضان لس اوريز کرکټ ليګ مسوول جهاد سنګين پژواک اژانس ته وويل چې د کرکټ د ودې او پراختيا ترڅنګ د غوره استعدادونو پېژندنه يې د دغه ليګ موخه ده.

هغه وايي: «دغه رمضان ليګ چې خوست کې پيل شوی، ۱۶ ټيمونه په کې دي، په دې کې مو څلور ګروپونه جوړ کړي، هره لوبډله به په خپل ګروپ کې درې لوبې ترسره کوي او وروسته به بيا دوه ټاپ ټاپ ټيمونه کواټرفاينل ته ځي او هلته به سيمې فاينل لوبې کوي او بيا به فاينل وي.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.