کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۲): د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، په افغانستان کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومان د هغو ناروغیو له امله مري چې مخنیوی یې شونی دی.
خو د عامې روغتیا وزارت مسوولین بیا وایي، په دې اړه له یاد سازمان سره خبرې روانې دي چې دغه څرګندونې یې پر کوم اساس کړې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان نن په یوه ټویټ کې ویلي، دوی باید د ژوند ژغورلو او د مور او ماشوم د ښې روغتیا لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې په دغه هېواد کې د ورځې شاوخوا ۱۶۷ نوي زېږېدلي ماشومام د هغو ناروغیو له امله مري چې مخنیوی یې شونى دی.
خو دغه سازمان په دې اړه نور جزئيات نه دې وړاندي کړي.
بلخوا بیا د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان پژواک ته وویل: «پر موضوع له یاد سازمان سره خبرې روانې دي چې دا خبرې یې پر کوم اساس کړې دي چې دا کومه سروې ده او یا کومه ډیټا ده.»
همدارنګه یاد سازمان تېره ورځ ویلي وو، په افغانستان کې ۲۰ مېلیون کسان د خوارځواکۍ، ساري ناروغیو او نورو روغتیايي ستونزو له ګواښ سره مخ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











