ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي

author avatar
18 Apr 2023 - 16:32
لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شوي
author avatar
18 Apr 2023 - 16:32

پل علم (پژواک، ۲۹ وری ۱۴۰۲): د لوګر چارواکي وایي، د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ ته څېرمه د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ياد ولايت د عامې روغتیا ریاست ویاند فهیم‌الله لودین پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ترافیکي پېښه نن (سه‌شنبه) غرمه مهال د سراچه او کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې په کې یو کس مړ  او ۵ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه،، د پېښې ټپيان د محمداغې ولسوالۍ د «شهید شفیق‌الله لودین روغتون» ته لېږدول شوي، خو په ټپیانو کې د یوه کس روغتیایي حالت نازک ښودل شوی او د لا درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته لېږدول شوی دی.

د لودین په خبره، پېښه د موټروچلوونکو د ګړندي تګ او بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

په دې وروستیو کې د کابل- لوګر پر لویه‌لاره ترافیکي پېښې ډېرې شوې او د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت د معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې د بېلابېلو ترافیکي پېښو له امله ۱۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.