ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دیني عالمان: اختر کې د مړي کور ته د فاتحې لپاره ورتګ ناروا دی

دیني عالمان: اختر کې د مړي کور ته د فاتحې لپاره ورتګ ناروا دی

author avatar
21 Apr 2023 - 09:35
دیني عالمان: اختر کې د مړي کور ته د فاتحې لپاره ورتګ ناروا دی
author avatar
21 Apr 2023 - 09:35

کابل (پژواک، ۱ غویی ۱۴۰۲): اوس هم ځینې کسان په اخترونو کې د مړه شوي کس کور ته د فاتحې او غمرازۍ په موخه  ورځي، خو دیني عالمان دغه دود ناروا بولي او له خلکو غواړي چې ډډه ترې وکړي.

مسلمانان په لوی او کوچني اختر کې د اختر د لمونځونو ادا کولو تر څنګ، نوي کالي اغوندي، د اختر د مبارکۍ لپاره د یو بل کورونو ته ځي، په کورونو کې خپل وس خواړه او مېوې برابروي او د خپلو مېلمنو هرکلی پرې کوي؛ ځکه چې دغه دوې ورځې د مسلمانانو د جشن او خوښۍ ورځې دي.

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خلک بېلابېل دودونه لري.

یو له دغو دودونو دا دی چې خلک په اختر کې تر ټولو لومړۍ په خپلو کلیو کې له اختر نه مخکي د مړه شوي کس کور ته ورځي او د خواشینۍ مراتب ورته وړاندې کوي.

د کابل ښار یو تن اوسيدونکي شمس الهدا پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی دود لري چې د اختر له لمانځه وروسته تر ټولو لومړی د هغو کسانو کورونو ته ورځي چې له اختر مخکې یې د کورنۍ کوم کس مړ شوي وي.

هغه وویل: «دا اوس یو رواج دی، که له چا کره ور نه شې خفه کیږي، او ګیله کوي چې زموږ د مړي اختر و او خپلوان مې رانه غلل، نو موږ چې کله د اختر لمونځ وکړو تر ډېره هڅه کوو چې لومړۍ د هغو کسانو کره ولاړ شو چې له اختر مخکې یې د کورنۍ کوم کس مړ شوي وي.»

دی وایي چې له دغه ورتګ څخه موخه دا وي چې د مړي کورنۍ ته د خواشینۍ مراتب وړاندې شي.

د کابل ولایت د قره باغ ولسوالۍ یو بل اوسيدنکي محب الله وایي، د دوی په سېمه کې هم دغه دود لا ژوندی دی،   خلک په اخترونو کې د مړه شوي کس کور ته ورځي او د هغه له کورنۍ سره غمرازي کوي.

هغه وایي: «دا دود ډېر عام دی، موږ د ټولو کلیوالو کورونو ته اختر کې نه ورځو، یوازې له هغو کسانو کره ورځو چې ورسره راشه او درشه لرو، خو که د کوم کس په کور کې له اختره مخکې څوک مړه شوي وي بیا نو په اختر کې له هغه کره هرومرو ورځو.»

خو دیني عالمان دا دود ناروا ګڼي.

دیني عالم او د پوهنتون استاد نورالله کوثر پژواک خبري اژانس ته وویل چې په اختر کې د مړه شوي کس کور ته  د غمرازۍ په موخه ورتګ ناسم او ناروا دود دی.

هغه زیاتوي: «دا د اسلام دین په رڼا کې مردود دی چې اختر کې خلکو ته فاتحې کوي او د مړه شوي کس کورنۍ ته د خواشینۍ مراتب وړاندې کوي.»

هغه وایي، خلکو باید په دې کار سره یوې کورنۍ ته د اختر خوشحالي په غم بدله نه کړي او د مړه شوي کس کورته دې په اخترونو کې د دغه دود لپاره نه ورځي.

ده وویل چې د ټولو خلکو، رسنیو، او علماوو دنده چې خلکو ته په دې تړاو پوهاوی ورکړي، تر څو له داسې ناسمو دودونو ډډه وکړي.

یو بل دیني عالم قاري عبدالمبین ماهر هم دغه دود ناروا ګڼي او وایي چې دا کار په ټولنه کې منفي اغیزې هم لري چې د یوه کور خوښي په غم بدلوي.

هغه وایي: «رسول الله (ص) له درېو ورځو وروسته د هېڅ مړه شوي کس فاتحه نه ده کړې، نو لازمه ده چې خلک د کورنیو هېر شوی غم را تازه نه کړي.»

Views: 393

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.