ژبه

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي

غزنی (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۲): کابل – کندهار پر لویه لار د غزني د مرکز اړوند په اسفندې سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني مرکز د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په اسفندې سیمه کې یوه  فیلډر موټر له یوه کرولا ډوله موټر سره ټکر کړی دی.

د ده په وینا، په دې پېښه کې د شپږو ښځو او درېيو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان ټپیان شوي دي.

هغه زياته کړه، ټول ټپیان د لويې لارې د امنیتي کسانو له خوا د غزني ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي چې د ځینو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

سرحدي وايي، پېښه د موټر چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.

ورته موضوع