Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې د ۵۰۰ میلیون افغانيو په لګښت د عیدګاه جومات جوړولو چارې پیل شوې

ترینکوټ (پژواک، ٢٢ غویی ١٤٠٢): د اروزګان چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې د ۵۰۰ میلیون افغانيو په لګښت د عیدګاه جومات جوړولو چارې پیل شوې.

په دې اړه نیول شوو مراسمو پر مهال د اروزګان والي مولوي محمدعلي ‌جان احمد وویل، په هېواد کې د امنیت له ټینګېدو وروسته د لویو پروژو پلې کېدو ته زمینه برابره شوې ده.

نوموړي د ياد عیدګاه جومات جوړولو په برخه کې د لوړپوړو مسوولینو پاملرنه او د سوداګرو همکاري وستایله.

د اروزګان د ارشاد، حج او اوقافو رییس مولوي عطا‌ءالله خادم وویل، دا پروژه د رییس‌الوزرا‌ء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په هڅو او د څو ملي سوداګرو په مالي مرسته پلې کېږي.

هغه زیاته کړه، د مرکز ترينکوټ ښار اړوند په څلورمه ناحیه  کې خلکو ۱۱ جریب ځمکه د دغه جامع لپاره وقف کړه او یو شمېر ملي سوداګرو یې د جوړولو چارې منلې دي.

خادم وویل، د جومات دا ودانۍ په درې پوړه کې په اتلسو میاشتو کې جوړه او بشپړيږي.

نوموړي وویل، په دې پروژه کې د جومات د ودانۍ ترڅنګ د امام لپاره د اوسېدو کور، د اوداسه ځایونه او څو نور اړین ملحقات په پام کې نیول شوي دي.

د اروزګان د حج او اوقاف رییس وایي، پر یادې پروژې پنځه سوه میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د یو شمېر افغان سوداګرو له خوا ورکول کېږي.

دی زياتوي، دا جومات به پر یوه وخت د ٧ زره لمونځ کوونکو او احاطې کې يې د ۳۰ زره کسانو د لمانځه د اداینې ځای ولري.

نوموړي له خلکو هم وغوښتل چې د دې پروژې د تطبیق لپاره همکاري وکړي.

د اروزګان اوسېدونکي د دې پروژې پرانیسته د ولایت لپاره مهمه بولي.

معلم عبدالرازق چې د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکی دی، پژواک اژانس ته وویل، له دې مخکې د عیدګاه لمانځه ادا کولو لپاره دومره ځای نه و چې په لوی شمېر کسان په کې راټول شوي وای.

دی زياتوي، په نورو جوماتونو کې د زیاتو لمونځ کوونکو د ځای نشتوالي ترڅنګ به ان د اوداسه لپاره اوبه هم نه وې.

دی غوښتنه کوي چې په اروزګان کې دې دا ډول نورې پرمختیایي پروژې هم عملي شي.

اروزګان کې د ۵۰۰ میلیون افغانيو په لګښت د دغه عیدګاه جومات جوړولو چارې داسې مهال پیلېږي چې شپږ میاشتې مخکې د دغه ولایت او کندهار ترمنځ د لویې لارې رغولو چارې هم پیل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.