Language

د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې لوړېدو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د اوبو او برېښنا وزارت نن او سبا ورځ د هېواد په ۹ ولایتونو کې د اوبو کچې لوړېدو، سېلابونو راوتلو او په ځينو سیمو کې د اورښت اټکل کړی دی.

یاد وزارت نن د غویی په ۲۶ مه پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د روان د ۱۴۰۲ لمریز کال د غویي میاشتې له ۲۷ مې تر ۲۸ مې نېټې پورې د هېواد سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې لوړېدو او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

login or register a new account.