ژبه

د هرات د بایسکل‌‌ځغلوونکو اووه کسیزه ډله ننګرهار ته روانه شوه

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د ورزش او المپيک ملي کمېټه وایي، د هرات ولایت د بایسکل‌‎ځلغوونکو اووه کسیزه ډله کابل ته له رارسېدو وروسته نن ننګرهار ته روانه شوه.

یادې کمېټې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د هرات د بايسکل‌ځغلوونکو اووه کسيزه ډله له يوولس ورځني سفر وروسته تېره ورځ کابل ته راورسېده‌ چې د المپیک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له لوري يې تود هرکلی وشو.

سرچینې لیکلي، د ورزش او المپیک ملي کمېټې هغوی ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او د یادو ورزشکارانو هڅې او فعالیتونه یې وستایل او د نورو ورته لاسته راوړنو غوښتنه یې ترې وکړه.

دغه راز د ورزش او المپیک ملي کمېټې ویاند اتل مشواڼې پژواک ته وویل، د هرات ولايت د بايسکل‌ځغلوونکو اووه کسيزه ډله د کابل - هرات لويې لارې د بيارغونې له پیغام سره له يوولس ورځو سفر وروسته تېره ورځ کابل ته راورسېده‌ او له کابله وروسته نن ننګرهار ته روانه شوه.

login or register a new account.