Language

پنجشېر کې یو ځوان د خپل تره زوی له خوا وژل شوی

پاراخ (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۲): د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې یوه کس د خپل تره زوی وژلی او قاتل د پولیسو له لوري نیول شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي نصرالله ملک‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د رخه ولسوالۍ په ګلستان کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه وویل، یاد کس په ډزو وژل شوی او د قتل انګېزه یې د دواړو کورنیو ترمنځ پخوانۍ دښمني بلل کېږي.

ملک‌زاده زیاته کړه: «د وژل شوي کس مور د پنجشېر ولایت له عدلي او قضایي بنسټونو څخه د خپل زوی پر قاتل د شریعت پلي کېدو (قصاص) غوښتنه کړې ده.»