ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

متقي: ایران دې د اوبو په مسئله کې اقلیمي بدلونونه درک کړي

متقي: ایران دې د اوبو په مسئله کې اقلیمي بدلونونه درک کړي

author avatar
22 May 2023 - 17:22
متقي: ایران دې د اوبو په مسئله کې اقلیمي بدلونونه درک کړي
author avatar
22 May 2023 - 17:22

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د رییس‌الوزرا‌ء اداري مرستیال وايي، که نړۍ غواړي افغانان ور کډوال نه شي، نو لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړي او د بهرنيو چارو سرپرست بیا پر ایران غږ وکړ چې د اوبو مسئله دې نه سیاسي کوي، بلکې اقلیمي بدلونونه دې درک کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست چارواکو ته په اشاره وویل چې پر ملت رحم وکړي او مشورې ترې واخلي.

دغو چارواکو یادې څرګندونې نن (دوشنبه) د اسلامي امارت د دويم مشر ملا اخترمحمد منصور په اوومه تلین‌غونډه کې وکړې.

ملا اخترمحمد منصور د ۱۳۹۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د «اسلامي امارت» د مشر په توګه وټاکل شو او د ۱۳۹۵ کال په غبرګولي کې یې په بلوچستان کې په هوايي برید کې ژوند له لاسه ورکړ.

حنفي: که نړۍ غواړي افغانان ور کډوال نه شي نو لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړي

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په يادو مراسمو کې وویل چې اخترمحمد منصور سخاوتمند، زړور او متواضع شخصت و.

دی وايي، د هغه د اخلاص له امله د امارت صف کې یووالی راغلی، حتی په سیاسي برخه کې هم لاسته راوړنې لري او د هڅو په نتیجه کې یې د امارت پنځه لوی مشران له ګوانتانامو خوشي شول.

هغه زیاته کړه، اسلامي امارت متوازن سیاست ټاکلی، له ټولو هېوادونو سره د نېکو اړیکو غوښتونکی دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د بل چا پر زیان ګټه واخیستل شي.

حنفي زیاتوي، که نړۍ غواړي افغان ځوانان ور کډوال نه شي، نو دوی باید په افغانستان کې د بیارغونې پر وړاندې ونه دریږي او لګول شوي محدودیتونه لرې کړي.

دلاور: پر خپل ملت رحم وکړئ او له خلکو مشورې واخلئ

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور وویل، ملا اخترمحمد په خپل صداقت او تدبر سره په سیاسي او نظامي لحاظ د امارت صف «اوج» ته ورساوه.

دی وايي: «د امارت صف ساتنه اوس جهاد اکبر ده، که زموږ په اعمالو او نیتونو خرابیږي، نو خدای ته به مسوول یو.»

هغه زیاته کړه: «امیرالمومین شهید اخترمحمد منصور صاحب ته مو ویل چې لږ احتیاط کوه، موږ به داسې ځای کې ولیده چې هغه ځای به خطري وو، نو ده رحمة‌الله به ویل چې جهاد او احتیاط نه سره کېږي.»

دلاور زیاتوي: «که څوک وايي چې ما جهاد کړی، ته چیشی یې، ږېره دې خرېیلې نو دا ډېر بد تکبر دی…د مال، چوکۍ او جهاد له امله تکبر مه کوئ.»

ده چارواکو ته په اشاره وویل: «پر خپل ملت رحم وکړئ او له خلکو مشورې واخلئ؛ ځکه په کوم نظام کې چې مشوره وي، هغه به محکم وي.»

د د لاور په وینا: «راتلونکې نسل ته به د خیر دعا کوو، خو دې ته هم باید پام وکړو چې موږ بې لارې نه شو.»

متقي: ایران دې د اوبو مسئله نه سیاسي کوي، اقلیمي تغیيرات باید درک شي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وویل، اخترمحمد منصور په يوه ډېر پېچلې دوره کې امیر شو، هغه په دې سخت پړاو کې داسې کارنامې وکړې چې د اسلامي تحریکونو د ادامې لپاره بهترینې تګلارې دي.

دی وايي، د هغه لومړی کار دا و چې د یووالي لپاره یې ټول کوښښ وکړ او په اسلامي امارت کې یې هيڅوک پرې نه ښودل چې ډلې ټپلې جوړې کړي.

هغه زیاته کړه، مشران هیڅکله هم لویې خبرې نه کوي، البته ځيني کشران به لاپي وهي، خو هغه د امارت پالیسي نه ده.

متقي د ایراني چارواکو له لوري وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې وویل: «د ایران د حقابې حق ته امارت ژمن دی او د ۱۳۵۱ تړون ته ژمنتیا لري، دا چې وچکالي راغلې، نو موږ پر ایراني لوري غږ کوو چې د یاد تړون محتویاتو ته ژمن پاتې شي؛ د سیستان پر وګړو مو هماغسې زړه خوږیږي لکه پر خپل ولس.»

دی وايي: «د کمال خان بند کې اوبه یو مخیز ډول نشته او په کجکي بند کې هم اوبه د پام وړ اندازه باندې کمې شوې. پر ایران غږ کوو چې د اوبو مسئله دې نه سیاسي کوي؛ د اقلیمي تغیيراتو له امله رامنځته شوې ستونزې چې د بشري وړتیا څخه لوړې دي، باید درک شي.»

دغه راز هغه زیاته کړه، په هېواد کې ډېر داسې خلک بهر ته د تګ لپاره پر امارت تور لګوي چې دوی ته د ژوند خطر دی، زما پیغام ورته دا دی چې د هيچا سر ته خطر نشته.

هغه زیاتوي: «پر نړۍوالو مې غږ دا دی چې هيچا ته دې دوی په دې نوم ویزې نه ورکوي چې په افغانستان کې يې سر ته خطر دی.»

د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت وویل چې ملا اخترمحمد منصور د خپل ځان په قرباني کولو سره افغانانو ته ویاړ پرېښود.

 هغه زیاته کړه، هغه په داسې وخت کې مسوول شو چې د اسلامي امارت د له منځه تللو وېره او احتمال و.

د فطرت په وینا، منصور په خپلې ځیرکتیا وکولی شول چې د امارت مشري سمه وکړي او د مجاهدینو ترمنځ یووالی وساتي.

Visits: 64

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.