Language

غزني، فيض‌اباد (پژواک، ۴ غبرګولى ۱۴۰۲): د غزني په ګيرو ولسوالۍ کې يوې ځوانې نجلۍ ځان‌وژنه کړې او په بدخشان کې د ګازډبې چاودنې له امله دوې ښځې ټپيانې شوې دي.

د غزني ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې تېره شپه د ګيرو ولسوالۍ په پناه سیمه کې يوې ځوانې نجلۍ د موټرونو په ګاراج کې ځان په رسۍ زندۍ کړې او مړه شوې ده.

هغه وايي، د پېښې اصلي لامل تر اوسه معلوم نه دى خو ښايي د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځته شوې وي.

سرحدي وويل چې امنيتي کسان سيمې ته ورغلي څو د پېښې اصلي لامل معلوم کړي.

login or register a new account.