کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله له لبنان سره د درېیو دوستانه سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي.
دغه سیالۍ په لبنان هېواد کې ترسره کېږي.
د فوټسال ملي لوبډله د غبرګولي په دویمه نېټه د دغو سیالیو ترسره کولو په موخه یاد هېواد ته تللې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي، د فوټسال ملي لوبډله له لبنان سره د درېیو دوستانه لوبو ترسره کولو په موخه دغه هېواد ته له رسېدو وروسته، خپل لومړني تمرینات پیل کړي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن