منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۵ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې له نامسووله وسله‌والو ۱۱۰ ميله وسلې راټولې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۳۲۱ کتنې

جلال‌اباد (پژواک، ٥ غبرګولی ۱۴۰۲): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، پوليسو په تېر يوه کال کې له غيرمسوول وسله‌والو کسانو څخه ۱۱۰ ميله درنې او سپکې وسلې راټولې کړې دي.

يادې وسلې پرون د غبرګولي په ۴مه، د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له لوري د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوې.

په همدې موخه جوړ شوي خبري کنفرانس ته د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وويل، پوليسو تېر کال په ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې له غيرمسوول وسله‌والو کسانو څخه د وسلو راټولولو عملیات ترسره کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د عملياتو پر مهال ۱۱۰ میله سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې دي.

زابلی زیاتوي: «د ننګرهار امنیې قوماندانۍ امنیتي ځواکونو په جلال‌اباد ښار او ۲۲ ولسوالیو کې عملیات ترسره کړي، په یوه کال کې چې پر مهال يې ۱۱۰ میله مختلفې سپکې او درنې وسلې ترلاسه شوې دي چې په کې کلاشینکوف، پیکا، راکټ، تومانچې، دوه د شپې دوربینونه او یوولس زره بېلابېل ډوله مرمۍ دي او د ساتلو په تور یې لس کسان هم نیول شوي دي.»

نوموړی وایي، دا وسلې نن د کورنيو چارو وزارت ته وسپارل شوې چې تر ترمیم وروسته به بېرته امنیتي ځواکونو ته په واک کې ورکول کېږي.

زابلی د ناقانونه وسله‌والو پر وړاندې د یادو عملیاتو د دوام خبره کوي او وایي، د بې‌وسلې کولو پروګرام به تر هغې دوام ولري څو غيرمسوول وسله‌وال ختم شوي نه وي.

په ورته وخت کې، عام خلک د امنیتي ځواکونو له لوري له غېرمسوول وسله‌والو د وسلو راټولولو بهیر هرکلى کوي.

د جلال‌اباد ښار یوه اوسېدونکي سیدولي پژواک ته وويل: «امنیتي ځواکونو چې کومې وسلې ترلاسه کړې دي نو موږ د دې کار هرکلی کوو او له امنیتي چارواکو مو غوښتنه ده چې باید د بې‌وسلې کولو پروګرام دوامداره وساتي.»

تر دې وړاندې د دفاع وزارت منسوبینو هم په ننګرهار کې سلګونه ميله وسلې له غيرمسوولو کسانو راټولې کړې او دفاع وزارت ته سپارلې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه