کابل (پژواک، ۶ غبرګولی ۱۴۰۲): په کابل کې د چین سفیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي، نړۍوالو ته پهکار ده چې د افغانستان کلتوري میراثونو ساتنې برخه کې پوره همکاري وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن (شنبه) د چین هېواد له سفیر «وانګ یو» سره وکتل.
سرچینې لیکلي: «د چین سفیر وویل چې موږ د افغانستان استقلال، ارضي تمامیت او ملي ارزښتونو ته درناوی لرو او د افغانستان په سیاسي او اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خوښ یو.»
خبرپاڼې د چین د سفیر له قوله لیکلي، افغانستان د تاریخي ابداتو، لرغونو سیمو او ساحو له امله د نړۍ یو بډایه هېواد دی او هېواد یې په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
هغه وايي: «د کلتوري میراثونو ساتنه یوازې د افغانانو دنده نه ده، بلکې نړۍوالو ته په کار ده چې په دې برخه کې له افغانستان سره پوره همکاري وکړي.»
سرچینې لیکلي، ملا خیرالله خیرخواه په دې لیدنه کې د تاریخي ابداتو او لرغونو سیمو په ساتنه او بیارغونه کې د چین له همکارۍ د مننې کولو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.
خبرپاڼې د خیرخوا له قوله لیکلي، د هېواد د تاریخي میراثونو ساتنه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لومړیتوبونو څخه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










