منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۳ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د بادغیس مرکز شل کیلومترۍ کې شاوخوا دوه زره کورنۍ له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي»

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۷۵ کتنې

قلعۀنو (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۲): د بادغیس ولایت مرکز ته نږدې د کندلان سیمې ځیني اوسېدونکي په یاد ولایت کې مخابراتي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري، له اړوندو بنسټونو غواړي څو یاده ستونزه حل کړي او په سیمو کې یې مخابراتي پایې ولګوي.

د رسمي سرچینو معلوماتو پر اساس، کندلان سیمه کې چې د بادغیس مرکز قلعه‌نو ته په ۲۰ کیلومترۍ کې پرته ده، شاوخوا دوه زره کورنۍ اوسېږي، هغوی وایي چې تر اوسه مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او له مخابراتي سیګنالونو لرې ژوند کوي.

د کندلان سیمې د «چشمه سنجد» کلي یوه اوسېدونکي بسم‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل، شاوخوا یو ساعت لار مزل کوي څو د مخابراتي سیګنالونو سیمې ته ورسېږي او اړیکه ونیسي.

د کندلان سیمې د «انجیرک» کلي اوسېدونکی محمدنور هم په خپله سيمه کې د مخابراتي خدمتونو له نشتوالي شکایت وکړ، ويې ‌ویل چې د مخابراتي شبکو تر پوښښ لاندې سیمو ته د رسېدو لپاره اړ دي څو ۵۰ دقیقې تر یوه ساعته پورې مزل وکړي.

محمدانور زیاتوي، دوی په ژمي کې د یادې سیمې شاوخوا لوړو څوکو ته په ختو کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

دواړه یادې سرچینې د مخابراتو له وزارت او مسوولو بنسټونو غواړي څو ستونزې یې حل کړی او مخابراتي پایې ورته ودروي.

ورته مهال د سيمې یو مشر وایي، سره له دې چې په وار وار یې خپله ستونزه له دولت سره شریکه کړې خو تر اوسه په یاده برخه کې هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

د محمد په وینا، کندلان سیمه اووه شوراګانې لري او د څه باندې هرو درې سوه کورنیو لپاره یوه شورا جوړه شوې، په دې سیمه کې د مخابراتۍ شبکو نشتوالي ډیری خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

یاد ځایي مشر وویل: «موږ ان نیمه شپه که ناروغ ولرو یا بله کومه ستونزه، اړ یو غرونو ته وخیژو، موږ له دولته غواړو دا ستونزه ژر تر ژره هواره کړی.»

له دې ټولو سره سره بادغیس کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) مسوول علاءالدین روحاني که څه هم شته ستونزې مني خو وایي، د یاد ولایت په ډېرو سیمو کې د سختو لارو له امله مخابراتي شبکې فعالې شوې نه دي.

د هغه په وینا، اوسمهال نږدې ۶۰ سلنه خلک په بادغیس کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ لري خو زیاته یې کړه چې اداره به یې د سیمو له سروې او ځایي اوسېدونکو له غوښتنو وروسته، د مخابراتي پایو درولو لپاره اقدام وکړي.

روحاني د مخابراتي شبکو نه شتون له امله د یادو سیمو د اوسېدونکو ستونزو د حل په موخه د اترا ادارې هڅو ته په اشاره له خصوصي مخابراتي شرکتونو هم وغوښتل څو د بادغیس په ټولو لرو پرتو او سختو سیمو کې سایټونه جوړ کړي څو هم خلک او هم دوی ورڅخه ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس په ډېرو لرو پرتو سیمو کې خلک لومړنیو مخابراتي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري او خلک د یاد ولایت په قلعه‌نو ښار او د ولسوالیو په مرکزونو کې هم د مخابراتي شبکو له ټیټ کیفیت او نه فعالیته شکایت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه