منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۰ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هرات کې پنځه کسان د نشه‌يي توکو د تولید په تور نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۷ کتنې

هرات (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۲): د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په دغه ولایت کې امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کې یوه پنځه کسیزه ډله د نشه‌یي توکو د تولید په تور نیولې ده.

د یاد ولایت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې عمومي مدیر مولوي حیات‌الله روحاني وویل، امنیتي ځواکونو نن سهار د هرات ښار په مربوطاتو کې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې ۵ کسان د نشه‌یي توکو د تولید په تور نیولي دي.

هغه په دې اړه ډېر جزئیات ور نه کړل.

خو د هرات د امنیې قوماندانۍ یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دغو کسانو څخه ۱۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک سوډا، ۴۰۰۰ کیلوګرامه اهک، د نشه‌یي توکو د پروسس عامل ۸۰ لیتره تیزاب ترلاسه شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان اوس د امنیې قوماندانۍ تر نظارت لاندې دي او دوسیې یې بشپړې او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوې دي.

د یادونې ده، تېره ورځ هم په هرات ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې کسان د نشه‌یي توکو د پلور نیول شوي وو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه