ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوناما: افغانستان کې د کوکنارو کښت کې د پام وړ کموالی راغلی

یوناما: افغانستان کې د کوکنارو کښت کې د پام وړ کموالی راغلی

author avatar
11 Jun 2023 - 00:03
یوناما: افغانستان کې د کوکنارو کښت کې د پام وړ کموالی راغلی
author avatar
11 Jun 2023 - 00:03

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۲): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ریاست‌الوزرا له سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې د کوکنارو په کښت کې کموالی مثبت ارزولی او په ډاګه کړې چې له کروندګرو سره د مرستو په موخه یې له چین او هندوستان څخه مرسته غوښتې ده.

له ارګ څخه د غبرګولي په ۲۰مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل په دې لیدنه کې وویل چې له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د همکاریو دوام ښه او مثبته نقطه ده او دا ډول همکارۍ باید ډېرې شي.

په ورته وخت کې، د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا وویل چې د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت اقدامات مثبت او ګټور وو او نړۍواله ټولنه دغه کار مهم او مثبت پرمختګ بولي.

نوموړې زیاته کړه، د سټلایټ (سپوږمکۍ) له لارې د دوی معلومات ښیي چې د کوکنارو د کښت په برخه کې ډېر کموالی راغلی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل: «موږ له افغان کروندګرو سره له چین او هند څخه هم د مرستې غوښتنه کړې ده. موږ پوهېږو چې اوسنۍ بشري مرستې د افغان ولس لپاره بسنه نه کوي، خو هڅه کوو څو دغه مرستې ډېرې شي.»

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکیر وویل: «د جګړو او مخکېنۍ ادارې د فساد له امله په افغانستان کې اساسي کارونه نه دي ترسره شوي، بناءً له افغانستان سره د نړۍوال بانک ترڅنګ د نورو ټولو نړۍوالو بنسټونو مرستې اړینې دي، د غذايي مصؤنیت او د بندونو او زېربناوو د جوړولو ترڅنګ دې د سړو خونو د ایجاد په برخو کې لا زیاته همکاري وشي.»

نوموړي زياته کړه، نړۍوال بانک او نړۍواله ټولنه باید خپلې نابشپړې شوې پروژې بشپړې او نور نړۍوال بنسټونه دې هم خپل دفترونه او فعالیتونه د نړۍوال بانک په څېر له سره پیل کړي.

مولوي عبدالکبير همداراز وويل، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي باید د نړۍوالو غونډو ګډونوالو ته دا خبره ورسوي ورسوي چې په افغانستان کې عمومي بښنه اعلان شوې، د نظام په بدنه کې د مخکېنۍ ادارې سلګونه زره کارکوونکي کار کوي او دوی پرې باور کړی دی .

د هغه په وینا، د تېرې ادارې ۵۵۵ ملکي او نظامي مقامات د تماس کمېسیون له لارې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یوناما مشرې له مولوي عبدالکبیر سره په داسې حال کې لیدلي چې په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګوندې سرپرست حکومت پر ۷۶ هغو بهرنیو نړۍوالو موسسو بندیز لګوي چې د پوهنې په برخه کې فعالیت کوي.

ملګرو ملتونو پرون پر دې ممکنه پرېکړې اندېښنه ښودلې او ویلي، له سرپرست حکومت سره په دې اړه خبرې کوي، خو د ارګ په خبرپاڼه کې د دې موضوع یادونه نه ده شوې.

[/restrict]

Views: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.