ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شهیدي: لوبغاړو بشپړ چمتووالی نیولی، له بنګله‌دېش څخه د لوبې ګټلو هڅه کوو

شهیدي: لوبغاړو بشپړ چمتووالی نیولی، له بنګله‌دېش څخه د لوبې ګټلو هڅه کوو

author avatar
13 Jun 2023 - 03:43
شهیدي: لوبغاړو بشپړ چمتووالی نیولی، له بنګله‌دېش څخه د لوبې ګټلو هڅه کوو
author avatar
13 Jun 2023 - 03:43

اټلانټا (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وایي، د بنګله‌دېش پر وړاندې ټسټ لوبې لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او د لوبې د ګټلو هڅه به کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې نوموړي دا څرګندونې پرون د بنګله‌دېش په ډاکه ښار کې د یوه خبري غونډې پر مهال وکړې.

ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ یوازینۍ ټسټ (پنځه ورځنۍ) لوبه سبا پیل شي.

شهیدي وویل، لوبغاړو په هېواد کې د دې لوبې لپاره ښه تمرینات کړي، له تېرو دوو ورځو راهیسې په بنګله‌دېش کې هم تمرینات کوي او د دغه هېواد له هوا او لوبغالي سره بلد شوي دي.

هغه زیاته کړه : «له دې سیالیو زموږ هیلې لوړې دي، موږ غواړو ښه لوبه وکړو او لوبه وګټو.»

د یادونې ده، افغانستان وروستۍ ټسټ لوبه دوه کاله مخکې له زمبابوې سره کړې وه، خو تر هغې وروسته یې بیا ټسټ لوبه نه ده کړې.

په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې لوبډلمشر شهیدي وویل: «که څه هم موږ وروستۍ ټسټ لوبه دوه کاله مخکې کړې، خو په کورني کرکټ کې لوبغاړو ښې ډېرې لوبې کړې دي او دې لوبې لپاره یې هم ښه چمتووالی نیولی دی.»

د هغه په وینا، افغانستان د کورني کرکټ پیاوړی سیسټم لري او لوبغاړي د کال په اوږدو کې هلته درې ورځنۍ، څلور ورځنۍ لوبې کوي.

د بنګله‌دېش پر وړاندې ټسټ لوبه کې پیاوړی لوبغاړی راشدخان نه لوبېږي او ډاکټرانو ورته د ارام مشوره ورکړې ده؛ په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې شهیدي وویل، د هغه نشتوالی «یوه ضربه» ده، خو دوی نور ښه لوبغاړي لري او هیله یې څرګنده کړه چې هغوی به ښه وړتیا وښیي.

هغه زیاته کړه، افغانستان له بنګله‌دېش سره یوه ټسټ لوبه کړې او د دوی په هېواد کې یې ورته ماتې ورکړې ده چې دغه بریا هم د لوبغاړو پر مورال ښه اغېزه کړې ده.

د پېچ یا ویشتن‌ځای په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: «ما پېچ لیدلی دی، لږه شنه وه، ښه ده موږ لپاره، موږ ښه تېز بالران لرو، موږ نور پیاوړي لوبغاړي هم لرو چې په ټسټ لوبه کې ښه ځلېږي، موږ هڅه کوو چې زموږ لوبغاړي د یو ورځنیو او شل اووریزو په څېر په ټسټ لوبه کې هم ښه وځلېږي.»

هغه د رحمت‌شاه او ابراهیم ځدراڼ یادونه وکړه چې په وروستیو لوبو کې ښه ځلېدلي دي.

په همدې حال کې لیکوال، ژورنالیست او د کرکټ لوبې شنونکي جعفر هاند د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د کېدونکې ټسټ لوبې ارزونه کړې ده.

د افغانستان لوبډله :

هاند وایي، په نوملړ کې تر ډېره هغه لوبغاړي دي چې د افغانستان د تېر کال فرسټ کلاس [څلور ورځنۍ لوبه] کې ښه ځلېدلي دي. حمزه هوتګ په فرسټ کلاس کې ۳۰ ویکټې اخیستې وې، ابراهیم عبدالرحیمزی هم شاوخوا ۲۰ ویکټې اخیستې او په غوره توپ‌اچوونکو کې راغلی و، کریم جنت بیا څه باندې ۵۵۰ منډې کړې وې، ناصر جمال په درېیو غوره توپ‌وهونکو کې راغلی، حشمت، ابراهیم، رحمت، اکرام،‌ افسر، نوید، ظاهر خان دا ټول لوبغاړي په سکواډ کې شته.

ټست لوبو کې د دواړو لوبډلو پرتله:

افغانستان تر دې دمه شپږ‌ او بنګله‌دېش بیا څه باندې ۱۳۰ ټسټ لوبې کړې دي. افغانستان په شپږو کې درې او بنګله‌دېش بیا شاوخوا ۱۱ ګټلې دي؛ دې ته په کتو د ګټې سلنه د افغانستان زیاته ده. بنګله‌دېش د افغانستان بر عکس په ټست کې نسبتآ له قوي لوبډلو سره لوبې کړې دي، افغانستان بیا له زمبابوې، ایرلنډ او بنګله‌دېش څخه لوبې ګټلې دي. بنګله‌دېش څه باندې یوه میاشت مخکې له ایرلنډ سره د ټست لوبه وکړه، خو د افغانستان د ټست وروستۍ لوبه د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې له زمبابوې سره وه.

افغانستان- توپ‌وهنه او توپ‌اچوونه

د ابراهیم ځدراڼ، رحمت‌شاه او حشمت شهیدي په شتون کې په ټست لوبه کې د افغانستان توپ‌‌وهنه متوازنه برېښي. عبدالمالک -چې اوپنر دی- او ناصر جمال -چې مډل ارډر دی- د افغان توپ‌وهنې دوه نور عمده لوبغاړي دي. دوی په فرسټ کلاس کې د سر غوره توپ‌وهونکو کې وو. کیپېنګ کې به افسر/اکرام هم وي. کریم جنت به خپل الراونډېنګ لوبه کوي.

د افغانستان په تېز توپ‌اچوونکو (بالرانو) کې محمد ابراهیم، نجات مسعود او یمین احمدزی شامل دي. یمین د ټست لوبو او دا دوه نور د فرسټ کلاس ښه تجربه لري. ابراهیم او نجات په کورني لوبو کې ښه ځلېدلي. د راشد په نشتوالي کې به د افغانستان د ورو توپ‌‌اچوونې ډېره تکیه پر حمزه هوتګ، نوید اظهار او ظاهر خان وي. دوی درې واړه ښه توپ‌اچوونکي دي. ظاهر او نوید شل اووریزو کې ډېر مجرب دي، په دې هیله چې ټست کې هم ښه وځلېږي.

بنګله‌دېش- توپ‌وهنه او توپ‌اچوونه :

بنګله‌دېش په توپ‌وهنه کې مجرب او ښه لوبغاړي لري چې مشفق، تمیم، ډاس، مومن او مهدي یادولی شو. دوی په سور بال د لوبو ډېره تجربه لري. مشفق دا اوس د ایرلنډ خلاف ټست کې سلیزه وکړه، مهدي حسن پنځوسیزه، داس او تمیم یې هم ښه وو. په تېزو توپ‌‌اچوونکو کې تسکین احمد او عبادت حسین ښه لوبغاړي دي. په ورو توپ‌اچوونکو کې بیا تاج‌الاسلام او مهدي حسن لري. تاج‌الاسلام یې زموږ د حمزه هوتک غوندې توپ‌‌اچوونکی دی او د ایرلنډ خلاف یو انېنګز (پاڼۍ) کې پنځه کسان اوټ کړل. عبادت حسین هم له ایرلنډ سره ټست کې پنځه اوټ کړي وو.

Views: 309

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.