منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۲ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د دایکنډي په سنګتخت و بندر کې د خلکو په شخصي لګښت روغتیايي مرکز جوړېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۷۸ کتنې

نیلي (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۲): د دایکنډي د سنګتخت ‌و بندر ولسوالۍ د یوې لرې پرتې خُلبرګ سیمې اوسېدونکي وايي، په خپل شخصي لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړوي.

دوی وايي، په خلبرګ سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي او درې پراختیايي شوراګانې لري.

د یادې سیمې یو مخور حسن حیدري وايي، روغتیایي مرکزونو ته د خلکو نه لاسرسي له امله دوی پرېکړه وکړه چې په خپل شخصي لګښت یو روغتیايي کلینیک جوړ کړي.

هغه زیاته کړه، د دغه کلینیک د جوړولو لګښت د سیمې د اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي.

په پام کې ده چې دغه کلينيک شپږ کاري خونې، دوه تشنابونه او دوه حمامونه ولري.

هغه زیاته کړه: «د دغه کلینیک جوړولو لپاره له خلکو پيسې او نور وسایل راټولېږي. یو شمېر کورونه که کمې پیسې ورکړي او یا هیڅ پیسې ورنکړي، باید د خپل کور یو غړی راولېږي څو د کلینیک په جوړولو کې برخه واخلي.»

نوموړي څرګنده کړه چې د یادې سیمې اوسېدونکي روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري او له همدې امله هر کال یو شمېر میندې او ماشومان ژوند له لاسه ورکوي.

بل‌پلو، د خلبرګ یوه بل اوسېدونکي جلیل پژواک خبري اژانس ته وویل چې د یادې ولسوالۍ د غرنۍ جغرافیې له امله په ژمي کې یې ډېری وخت غځېدلې لارې بندېږي.

هغه زیاته کړه چې د ژمي پر مهال ځیني ناروغان روغتیايي مرکز ته د نه رسېدو له امله د لارې په اوږدو کې مري.

هغه ټینګار وکړ چې د یادې سیمې خلک د روغتیايي مرکز نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د نوموړي په وینا، ځیني خلک ان د موټر د کرایې توان نه هم لري، څو خپل ناروغان تر روغتیايي مرکز پورې ورسوي.

هغه وویل، له همدې امله د سیمې خلک راټول شول او د یوه روغتیایي کلینیک جوړولو پرېکړه وکړه، څو له دې وروسته هیڅ ناروغ د لارې په اوږدو کې ژوند له لاسه ورنکړي.

هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې د خلبرګ سیمې له خلکو سره نغدې مرسته وکړي څو له یادې ستونزې وژغورل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه